د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

″يوازې يوفيصده افغان ځواکونه په مستقل ډول د عملیاتو توان لري″


د امریکايي ځواکونو د یوه لوړ رتبه قوماندان دې وینا، چې د افغان پولیسو او عسکرو یوازې یو فیصد په مستقل ډول د عملیاتو د ترسره کولو توان او قابلیت لري او دا چې افغان ځواکونه به څرنګه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنیت ټینګولو او له تشدد سره د مبارزې مسولیت اخلي، پوښتنې او اندیښنې زیاتې کړي دي.

د امریکايي ځواکونو یوه قوماندان جنرال (کورتیس کپروتي) پرون د دفاع په وزارت پنټاګون کې ویلي، چې د ملي اردو ۲۹ او د پولیسو یوازې ۷ ټولي، چې د افغانستان د ټولو امنیتي ځواکونو یو فیصد جوړوي، په خپلواکه توګه عملیات وکړي.

جنرال کپروتي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د ورځنیو عملیاتو قوماندان دی، خبریالانو ته وویل، چې حتی هغه پوځي ټولي چې مستقل او د دې وړ ګڼل کیږي، چې په خپله عملیات ترسره کړي، د ناټو ځواکونو لوژیستيکي او عملیاتي ملاتړ ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې متحد ایالات او د ناټو قواوې له افغانستان څخه د وتلو لپاره تیاري نیسي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو قابلیتونه او نیمګرتیاوي د راتلونکې په باب د بحثونو یو اصلي ټکی دی.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د عملیاتو دې قوماندان ویلي: ″په دې کې د شک هیڅ ځای نشته، چې دا عسکر به په جګړه کې برخه واخلي او له نورو ځواکونو سره یوځاي، به په ګډو عملیاتو کې ګډون وکړي.

خو موږ د دوی په زیاتې روزنې کار وکړو، تر څو دومره پرمختګ وکړي، چې د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي او له تشدد سره مبارزې ته دوام ورکړی.″

پوښتنه دا ده، چې ایا دا ځواکونه به د نړیوالو قواوو په معیارونو او ستندرد برابر وي؟ د امریکايي قواوو جنرال وویل: ″نه، دوی لږترلږه زموږ د عسکرو په ستندرد نه دي.″

د کورنیو امنیتي ځواکونو د قابلیت په اړه له بیلا بیلو پوښتنو سره، د ولسمشر کرزي حکومت په وار وار دا اعلان کړی، چې ځواکونه یې د امنیت ټینګولو قابلیت لري. په دې اړه خپلواکو پوځي سرچینو بیلابیلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

د پوځي مسایلو څارونکی جنرال امر الله امان وايي، که چیرې امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، د بهرنیو هیوادونو د مداخلو لپاره به زمینه لا هم پراخه شي.

غربي هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له سقوط څخه وروسته ملیاردونه ډالر د پولیسو او عسکرو په روزلو مصرف کړي دي. خو دا ځواکونه لا هم تر ډیره حده د ناټو پر قواوو متکي ګڼل کیږي.

د امریکايي جنرالانو په وینا، افغان امنیتي ځواکونه له صحي مرستو نیولې، د استخباراتي معلوماتو تر را غونډولو او هوايي عملیاتو پورې پر ناټو متکي دی.

دا مساله د افغانستان د پوځي چارو کارپوهان هم تاییدوي. د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه ښايي د شمېر له پلوه د مسوولیت اخیستلو په برخه کې دومره ستونزه ونه لري، لکه د کیفیت له پلوه چې کمزوري دي.

د رویټز په لیکنه، د افغانستان د پولیسو او ملي اردو یوه بله ستونزه بې سوادي، اداري فساد او د ډيرو خلکو له خوا بې اعتمادي ده، چې د دې ځواکونو لمن یې نیولې ده.

البته، د ملګرو ملتونو یوه تازه سروې وايي، چې د تیرکال په مقایسه سږکال لږترلږه د پولیسو د فعالیتونو په اړه زیات خلک ښه نظر لري.
XS
SM
MD
LG