د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

ایا افغانان پر خپل ملي پوځ باور کولای شي؟


دا ریښتیا ده چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو حضور او فعالیت کم شوی، خو دا د دې معنی نه لري چې په دې سېمې کې طالب وسله وال بیخي له منځه تللې دې.

د جګړو تجربو ښودلې، کله چې طالب وسله وال له غښتلو او مجهزو ځواکونو سره مخامخ کېږي، مقاومت نه کوي، ځانونه په عادي خلکو کې مدغم کوي او بیا وروسته بیرته سر راپورته کوي.

تر هغې چې امریکایي او افغان ځواکونه په سیمو واکمن دي او دفاع یې کوي، د طالبانو بیرته راتګ له امکانه لیري دی.

وسله وال یوازې په تیت او پرک حملو لاس پورې کوې، خو پوښتنه دلته ده چې د جګړو له ډګرونو څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه ددغو سیمو د دفاع توان ولري؟ او ایا افغانان په خپل ملي پوځ باور کولاي شي؟

د خپرونې په باور، ملي پوځ ته داسې کسان جذب شوې چې په تېر وخت کې د شمال اتحاد غړي وو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هغوي سره جنګیدلې دې.

دا سمه ده چې د افغانستان ملي پوځ د هغه وخت د شمال اتحاد د ځواکونو په نسبت ډېر غښتلی، مجهز او با تجربه پوځ دی، خو دا نده معلومه چې عسکر تر کومه حده د جمهور رئیس حامد کرزي په حکومت باندي سر ورکولو او قربانۍ ته چمتو دي.

له بلې خوا د سولې د عملیې په پیل کېدو او له طالبانو سره د موافقو پر اساس، د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره هېلې او امیدونه زیات شوي دې.

نشنل انټریست لیکې: بله مسله داده چې د طالبانو پر ژمنو تر کومه حده باور کېداي شي؟ طالبانو په تېر وخت کې هم ژمنې کړې وې او وروسته یی ماتې کړیدې. دا مهال هم داسي کوم ډاډ نشته چې د سولې له روانو خبرو څخه دي هغوي د یوه فرصت د ترلاسه کولو کار وانخلي.

خپرونه زیاتوي، د افغانستان په راتلونکې کې به ملي پوځ له طالب وسله والو سره د جګړو میدان ته دانګې. دا سمه ده چې یو محدود شمېر امریکایی ځواکونه به په افغانستان کې پاته وي او د امریکا کوماندو ځواکونه به په ځانګړو حالاتو کې عملیات هم کوي تر څو د طالبانو د بیا راتګ مخه ونیسي، خو پوښتنه دلته چې امریکا په خپلو یو لک عسکر سره ونشو کړاي افغانستان د جګړې له حالت څخه وباسي، هغه مهال به څنګه وکړاي شي چې افغانستان له دغه رکو څخه خلاص کړې؟

افغان ځواکونو ته په ۲۰۱۳ کال کې د امنیتي مسولیتونو سپارل یو ډېر مهم او له وخته مخکې آزمیښت دی. خپرونې د سیاسي چارو د کارپوه جان سمیت چې د پاکستان په ډپلواتیکې ماموریتونو کې یي د امریکا د متحده ایالاتو د مامور په څوکۍ کار کړی او د سیمې دیرش کلنه تجربه هم لري، نظر راخییستی چې وایي، دا مهال هیڅ معیار نشته چې د هغې پر اساس ووایو، د جګړې دا یا هغه اړخ به میدان ګټې.
XS
SM
MD
LG