د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

″پاکستان دې له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي″


د افغانستان مشرانو جرګه
د افغانستان مشرانو جرګه

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي چې له پاکستان څخه بېرته هیواد ته را ستانه شوي، وایي، چې پاکستان باید له دوی سره په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د مشرانو جرګې یو پلاوی له اسلام آباد څخه تر لیدنې وروسته ټینګار کوي، چې له دوی سره د پاکستان د صدراعظم ژمنې باید د کاغذ پرمخ پاتي نه شي.

د مشرانوجرګې غړي ګل احمد اعظمي د سې شنبې په ورځ د مشرانوجرګې په عمومي غونډه کې پاکستان ته د خپل سفر راپور وړاندې کړ او ویې ویل، چې په دې سفر کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې به د افغانانو د ستونزو په حل کې جدي اقدام وکړي.

ښاغلي اعظمي وویل، چې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار چې د دې پلاوي مشري یې هم کوله له پاکستاني چارواکوڅخه وغوښتل، چې د افغان مهاجرو د ستونزو په حل او دغه راز د خپلو ژمنو په عملي کولو کې جدي عمل وکړي:

"ښاغلي مسلم یار څرګنده کړه، چې دا لیدنې او خبرې اترې باید یوازې په ویناوو کې پاتې نشي بلکې باید په دې اړه پریکنده عمل هم وشي.

هرځل چې له یوه هیواد څخه بل هیواد ته پلاوي سفرونه کوي خوږې او د دوستۍ خبرې کوي خوله سفر نه وروسته هرڅه هیریږي.

د پاکستان صدراعظم دا ځل ډاډ را کړ چې د دې ستونزو په حل اود افغاني پلاوي د دې غوښتنوپه اړه به جدي عمل وکړي."

د مشرانو جرګې پلاوي تیره اونۍ اسلام آباد ته د سفرپه ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني،د مشرانوجرګې له رییس او د مهاجرینواو بهرنیو چارو له وزیرانوسره پر بیلابیلو مسایلو خبرې وکړي.

د مشرانو جرګې غړي وایی چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د تروریزم پرضد د مبارزې،د ترانزیتي ستونزو د حل اود دواړو هیوادونو ترمنځ د هکاریو پرزیاتیدو ټینګاروکړ.

خو ځینې سناتوران د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ناسم او منفي بولي او وایی چې هیڅکله یې له افغانستان سره رښتینی چلند نه دی کړی اوهڅه کوی چې په دې هیواد کې د سولې پروسه هم سبوتاژ یا تخریب کړي.

د مشرانو جرګې یوتن غړی علي اکبر جمشیدي په دې اړه وایی:

"پاکستان د افغانستان دخلکو په برخه کې ډیره جفا کړې حتی د پاکستان حکومت چې د افغانستان په اړه کوم منفي نظر در لود د بن دوهم کنفرانس یې هم تحریم کړ او اوس په خپله هم په سیمه کې په انزوا کې دی او کوښښ کوي چې ځان ورڅخه وباسي.

خوهیڅ ډاډ نشته چې دا ځل به هم پاکستان د افغانستان په اړه رښتینی عمل وکړي او که تیر په څیر".

یوشمیر سناتوران په داسې حال کې د افغانستان په برخه کې د پاکستان له منفي سیاست څخه یادونه کوي چې په رسنیوکې په دې وروستیو کې له وسلوالومخالفانوسره د سولې خبرې آترې ګرمې شوي اوپه همدې ترڅ کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم قطرته تللی دی.

سره له دې چې یوشمیرڅیړونکې وایی چې ښایی قطرته د ښاغلي ګیلاني سفر په افغانستان کې د سولې پیل شوې تازه هڅې اغیزمنې کړي خو افغان حکومت څرګندوي چې قطرته د پاکستان د صدراعظم سفربه په افغانستان کې د سولې پر روان بهیر منفی یا مثبته اغیزه ونکړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG