د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

امریکایی پوځي: د افغانستان د جګړې په اړه غلط تصویرونه خپریږي


د امریکا د متحده ایالاتو یوه پوځي د دې هېواد پر پوځ تور لګولی، چې امریکایانو ته یې د افغانستان د جګړې غلط او بې لارې کوونکی تصویر ورکړی دی.

د امریکا د پوځ ډګرمن ″ډانیل ډيوس″ د افغانستان د جګړې په اړه یو راپور برابر کړی او په پوځي ژورنال کې خپور شوی دی. ده په خپل دې راپور کې د سترګو لیدلي واقعات یاد کړي، چې تر ډېره حده د رسمي چارواکو له بیانونو سره توپېر لري.

د راپور سرلیک دی، ″افغانستان: حقایق او درواغ.″

“ډګرمن ډېوس” لیکي، په افغانستان کې د خدمت په جریان کې یې ولیدل، چې د پوځ د تبلیغاتو پرخلاف، د افغانستان په جګړې کې نیمګړتیاوې او ناکامۍ موجودې دي.

امریکایي ډګرمن زیاتوي، د افغانستان سیمه ییز حکومت خلکو ته د خدمت په کار کې بریالی نه دی، امنیتي ځواکونه له مخالفانو سره جګړو ته لیواله نه دي او په ځینو مواردو کې له وسله والو طالبانو سره همکاري کوي.

“ډګرمن ډېوس” په خپل راپور کې پوښتنه کوي. په داسي یوه ماموریت کې چې بری په کې نه شته څه شمېر نور کسان په کې باید قربانې شي؟

د ده په وینا، دا داسې حالت دی، چې په تېرو اوو کلونو کې یې په اړه د خوشبینۍ، بریاو او پرمختګونو اعلامیې خپرې شوي دي.

د امریکا د پوځ دغه ډګرمن د افغانستان د جګړې په اړه د کانګرس د نورو غړیو له اندیښنو سره خپلې اندیښنې شریکې کړې او د خپل راپور یوه محرمه برخه یې د امریکا دفاع وزارت ته هم برابره کړې ده.

د څېړونکو په باور، د ډګرمن ″ډیوس″ په دې عمل سره بې له شکه د امریکا پوځي مشران په غوسه شوي او ممکن ده ته زیان ورسوي.

خو د امریکا دفاع وزارت په ډېرو محترمانه الفاظو د ډګرمن ″ډیوس″ له څرګندونو سره خپل مخالفت څرګند کړی او د ده پر ضد یې د کوم اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ″جورج لیټل″ خبریالانو ته وویل، “ډګرمن ډېوس” د خپل نظر څرګندولو حق لري، خو زیاته یې کړه، دفاع وزیر لیون پنیټا په افغانستان کې د امریکا د پوځ په مشرانو او پوځيانو پوره باور لري او د ده په وینا، د افغانستان د جګړې ارزونه د کره او جدي څېړنو او منابعو پر اساس برابریږي او د یوه کس په نظرونو پورې منحصره نه وي.

“ډګرمن ډېوس” چې په افغانستان کې یې د امریکا د چټک اکمال له ځواک سره کار کاوه، له ۲۵۰ تنو عسکرو سره یې د یوه کال په مودې کې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره کیلومیتره سفر کړی او څرګندونې یې د ناټو او آیساف د ځینو هغو چارواکو په خبرو ولاړې دي، چې د مسالې په اړه یې په صراحت خبرې کړي دي.

د ″ډګرمن ډېوس″ په باور، د ناټو او آیساف پوځیان دا خبره نه پټوي چې له افغان امنیتې ځواکونو سره له کار کولو څخه خپه او مایوسه دي.

ډیوس په کونړ ولایت کې له یوه افغان پولیس سره خپلو خبرو ته اشاره کوي، چې له یوې جګړې وروسته یې ورته ویلي، موږ مخالف وسله وال نه تعقیبوو او دا ځکه چې دا کار خطر لري.

“ډګرمن ډېوس” وایي، د خواشینۍ خبره خو دا ده، چې ځیني کسان د افغانستان د جګړې دوام عادلانه بولي، په داسې حال کې چې د جګړې د ناکامۍ په صورت کې ورسره د ځواب ویلو کوم میکانیزم هم نه شته.

د امریکا د پوځ ډګرمن دانیل ډیوس وایي، د صداقت نشتوالی، وطن دوستي نه ده، بلکې امریکا ته تاوان اړوي. جنګ ته د داخلېدو او یا هم د دوام پر مهال مشران وظیفه لري، چې د امریکا کانګرس او خلکو ته حقایق بیان کړې او په پوځ باندې د ملکیانو د څار اساسي مقصد هم همدا دی.
XS
SM
MD
LG