د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

"راتلونکو ۳کلونو کې به نیمايي نفوس ته د څښاک اوبه برابرې شي"


د کلیو د پراختیا وزیر جارالله منصوري
د کلیو د پراختیا وزیر جارالله منصوري
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وايي، چې دا مهال د هېواد څه کم دیرش فیصده خلک د څښاک روغتیايي اوبو ته لاس رسی لري او دوې هڅه کوي چې په دریو کلونو کې دغه شمېر پنځوس فیصدو ته ورسوي.

د کلیو د پراختیا وزیر جارالله منصوري چې په کابل کې یې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، وویل د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لارې دې هدف ته د رسیدو لپاره ۳۵۰ ملیونو ډالرو ته اړتیا ده:

"د هغې نوې ستراتیژۍ له مخې چې موږ په وزارت کې جوړه کړې ده، موږ باید په راتلونکو دریو کلونو کې د څښاک صحي اوبو ته د کلیو د خلکو لاس رسی پنځوسو فیصدو ته لوړ کړو.

په راتلونکو دریو کلونو کې صحي اوبو ته د پنځوسو فیصدو خلکو د لاسرسي لپاره موږ درې نیم سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو."

ښاغلي منصوري دغه څرګندونې د ناروې په تخنیکي او مالي مرستې سره د فاریاب لپاه د اوبو رسولو د یوې پروژې د اعلانولو په وخت په کابل کې وکړې، چې پنځه میلیونه ډالره به پرې لګښت راشي.

د نوموړي په وینا په دې پروژې کې د ژورو څاګانو ویستل، د ځمکې لاندې اوبو په اړه مطالعه او انجنیرانو ته له دغو ابو او نوې ټکنالوژۍ نه د ګټې اخیستنې پروګرامونه شامل دي.

په کابل کې د ناروې د سفارت مرستیالې ګریته لوکن وویل، چې پرله پسې وچکالیو افغانستان ته جدي زیان اړولی او ان په دې هېواد کې یې د ځینو بشردوستانه پروژو د تطبیق مخه یې نیولې.

اغلې ګریته همدا راز وویل، چې هېواد یې ممکن په نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته پروژې پیل کړي:

"موږ اوس له فاریاب ولایت نه پیل وکړ، زما په نظر دا ډیره مهمه ده چې په دې برخه کې تجربه ترلاسه کړو او فاریاب یو مهم پیل دی.

بیا به وګورو، چې په نورو ولایتونو کې هم دا پروژه کار ورکوي او که نه."

د کلیو د پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې فاریاب، جوزجان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا او غور له هغو ولایتونو څخه دي چې تر ټولو ډیر د څښاک له صحي اوبو څخه بې برخې دي.

په دې وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک د اوبو لپاره په خلکو کې د خپل سریو ژورو څاګانو ویستل ډیر شوي دي، چې د ځینو کارپوهان په باور د څښاک د اوبو او د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو لامل کیدای شي.

د دوې په باور په افغانستان کې خلکو ته د څښاک او کرنې لپاره په سیستماتیکه توګه د اوبو رسولو په برخه کې دحکومت لا ډیرو کارونو ته اړتیا ده، که نه نو د څښاک او کرنې د اوبو راتلونکې به لا پسې خرابه شي.
XS
SM
MD
LG