د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ملي امنیت: د سیمې استخبارات زموږ د بدنامولو هڅه کوي


 Afghanistan – (NDS) National Directorate of Security spokesperson Lutfullah Mashal during a press conference in Kabul on 01Jan2012
Afghanistan – (NDS) National Directorate of Security spokesperson Lutfullah Mashal during a press conference in Kabul on 01Jan2012

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې د سیمې د هیوادونو استخباراتي او ترهګري ډلې هڅه کوي، چې پر دې ادارې تورونه ولګوي او بدنامه یې کړي.

که څه هم د ملي امنیت عمومي ریاست په ځانګړي ډول کوم نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل، چې د سیمې استخبارات هڅه کوي، چې دغه اداره بدنامه کړي.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشل د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پر دې ادارې لګېدلي تورونه به په راتلوونکو څو ورځو کې د رسینو له لاري خپاره شي.

ښاغلي مشل وویل، چې د دې ادارې د لاسته راوړنو او د سولې د بهیر د بریا په لپاره څارګرې ډلي هڅه کوې، چې د دې ادارې نوم وربد کړي.

″د سیمې یو سلسله استخباراتي حلقات او ځینې تروریستي حلقات غواړي، چې د ملي امنیت پر ارګان په بېلابېلو ډولونو بې ځایه تورونه وارد کړي، د ملي امنیت د موثریت او د سولیې پروسې د موفقیت له کبله پر ملي امنیت تورونه واردوي، چې له مختلفو ځایونو نه د مطبوعاتو له لارې راوټوکیږي. تاسې دې خبر وﺉ، چې دا ټول بې بنیاده اتهامات به وي او ټول به د دې لپاره وي، چې د ملي امنیت ارګان بې اعتباره کړي.″

د دغو استخباراتي ډلو نومونه څرګنډ نه دي، خو تر دې پخوا افغان او نړیوالو چارواکو د ایران او پاکستان پر څارګرو ادارو تورونه لګولي، چې په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي، وسله وال رالیږي او ان په امنیتي ادارو کې نفوذ هم لري.

همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت اداره د هغو دریو کسانو د نیولو خبر ورکوي، چې د هیواد په شمال کې یې جهادي مشران او پخواني قومندانان په تیر یوه کال کې وژلي دي.

د دې ادارې په خبره پر انجنیر عمر، جنرال داود داود، شاه جهان نوري او نورو چارواکو د حملو اصلي طرحه کوونکې همدغه درې کسان وو، چې ځان وژونکې حمله کوونکې یې له پاکستانه راوستل او د دوی ملاتړ هم په پاکستان کې د ترهګرو ډلو له خوا کېدی.

“د ځان وژونکو حملو درې تنه لارښوونکې او طراحان دي، چې د افغانستان په شمالي سیمو کې یې اکثره د پولیسو مشران، جهادي قومندانان او د پارلمان غړي شهیدان کړي وه.

د جنرال داود داود، د پارلمان د غړي عبدالمطلب بیګ، د کندز د والي انجنر عمر او د تخار د امنیه قوماندان مولانا شاه جهان نوري، د خونړیو وژنو اصلي لارښوونکې دوی وو.

په درو پیښو کې درې ځان وژونکې راوستل سوي وه او درې سره هم له پاکستانه راوستل شوي وو.”

تر دې مخکې په دغو پرله پسې وژونو کې د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی، د ولسمشر سلاکار جان محمد خان، د ولسي جرګې غړی هاشم وطنوال، د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد، ملک زرین، عبدالرحمان سیدخیلي، غلام حیدر حمیدي او یو شمېر نور لوړپوړي افغان چارواکي په تیر یوه کال کې وژل شوي، چې د ډیرو د وژنو مسوولیت د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو پر استخباراتي ادارو اچول شوی دی.

څه وخت پخوا د افغانستان ولسي جرګې هم په دغو ځنځیري وژنو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس درلودل یاد کړه.

د امنیتي چارو افغان څېړونکی امنیتي او استخباراتي ادارو ته سپارښتنه کوي، چې د ښاري سیمو تر څنګ دي د څار ډیر تمرکز پر سرحدي او لیرو پرتو سیمو کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG