د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

کابل کې شدیدې یخنۍ د ۱۵ کډوالو ژوند واخیست


د کابل ښار ختیځ ته د بګرامیو په سیمه کې په واورو د پوښلې تپې په لمن په خړو کیږدو کې، د شدیدې یخنۍ وروستیو څپو یو شمېر میندې بورې کړي دي.

د ژمي په یخه هوا کې چې د کابل ښار د حرارت درجه ان تر منفي اولسو ثانتي ګریډو هم ټیټه شوې ده، دغه خلک د خپلو کیږدیو د تودولو لپاره د سوند پوره مواد نه لري.

د دې کیږدیو اوسیدونکي وايي، چې څه باندې درې سوه کورنۍ دي او ناامنیو په کندهار او هلمند کې د خپلو مینو پریښودو ته اړ ویستې دي.

د دوې له یوه مشر پنځوس کلن محمد ابراهیم سره چې کښیناستلو نو د هغو شاوخوا شپاړسو وړو ماشومانو لست یې را وویست چې د نوموړي په وینا په تیرې یوې میاشت کې یخنۍ وژلي دي.

محمد عمر له افغان دولت نه وغوښتل، چې د سرپناه په برابرولو سره دې د دوې ستونزه د تل لپاره هواره کړي.

په دې کمپ کې له دوو کسانو سره هم وغږیدلو، چې د یوه زوې او د بل وراره یخنۍ وژلی و.

دوې وویل د کیږدیو په منځ کې یې د عامې روغتیا وزارت له خوا یو کلینک شته، خو پوره درمل نه لري.

په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار په کمپونو کې د یخې هوا له امله د پنځلسو کسانو مړینه تاییدوي.

د دې وزارت ویاند غلام سخي کارګر نور اغلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نهه تنه یې د کابل د قمبر څلورې په کمپ کې وژل شوي.

نوموړي وویل، چې دغه وزارت د دې کمپونو لپاره څلور ګرځنډه کلینیکونه هم فعاله کړي و.

دا چې د دوې له هڅو سره سره ولې یخنې دغه کسان وژلي، ښاغلي نور اغلي وویل، دوې د شپې یخنۍ ځای پر ځای وژلي، لکه اور چې یو څوک ووژني.

نوموړي وویل، حکومت غوښتل چې د کابل د کمپونو زیاتره کورنۍ په ژمي کې جلال اباد ته انتقال کړي، خو د نوموړي په وینا زیاتره دغو خلکو په کابل کې د خیریه موسسو مرستو ته اړولي او خپله نه غواړي چې له کمپونو ووځي.

که څه هم د بګرامیو د کمپ څو تنو اوسیدونکو وویل، دوې ته تر اوسه دولت جلال اباد یا هم کوم بل ځای ته د انتقالولو په اړه څه نه دي ویلي او هر هغه ځای ته به ولاړ شي چې دولت ورته سرپناه په کې جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG