د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړې نسرين کېتراڼ استعفى وکړه


بلوچستان کې نسرين کېتراڼ د بلوڅو مېرمنو د وژنو په خلاف د اسمبلۍ له غړيتوبه استعفى وکړه
بلوچستان کې نسرين کېتراڼ د بلوڅو مېرمنو د وژنو په خلاف د اسمبلۍ له غړيتوبه استعفى وکړه
د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړې پرون د برهمداغ بګټي د خور او خورځې د وژنو په خلاف له خپل غړيتوبه استعفى اعلان کړه.

د ډومکي کورنۍ د وژنو په خلاف په بلوچستان کې له تېرو څو ورځې راهيسې کار بنديزونه دوام لري، د پاکستان سترې محکمې پرې خواشيني څرګنده کړې او د دې قضيې د پلټنې لپاره يې يو حکومتي کمېسون هم جوړ شوې.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غړې نسرين کېتراڼ پرون د دوشنبې په ورځ يوې خبرې غونډې ته په وينا کې له خپل غړيتوبه استعفى وکړه، نوموړې وايي په کراچۍ کې د بلوچستان د اسمبلۍ د غړي بختيار ډومکي د مېرمنې، لور او موټرچلوونکي د وژنې په خلاف د احتجاج په توګه له خپلې څوکۍ لاس پر سر شوه:

"د هدفي وژنو په ځانګړې توګه د ښځو د وژنو په خلاف او خصوصاً په کراچۍ کې د بختيار خان ډومکي د کورنۍ د وژنو په خلاف زه استعفى ورکوم، په دې تېرو څلورو کلونو کې داسې زړه بوږنوونکي حالات بېخي نه وو، چې د ايالتي اسمبلۍ د غړي مېرمن يا لور او موټر چلوونکى دي په داسې سپينه ورځ په دومره بې دردۍ و وژل شي، دا ډېر د افسوس ځاى دى."

د بلوچستان د ايالتي وزير د مېرمنې، لور او موټرچلوونکي تر وژنې وروسته په بلوچستان کې هم د بلوڅو د ملتپالو ګوندونو له خوا پرله پسې درې ورځې احتجاجونه او کاربنديزونه وشول.

د جمهوري وطن ګوند مشر او د نواب اکبر بګټي مشر زوى نوابزاده طلال بګټي درې ورځې وړاندې يوې خبري غونډې ته په خبرو کې په کراچۍ کې د برهمداغ بګټي د خور او ورېرې په وژنه کې د پاکستان استخباراتي ادارې تورنې کړې. دۀ وويل نارينه خو مو له څو کلونو راهيسې بېدرېغه وژل کېږي، خو که مو ښځې هم دا ډول وژل کېدلې، نو دوى به هم مجبوره وي چي له وسلو سره غرونو ته وخېژي.

د پاکستان مرکزي حکومت د دې پېښې د پلټنې لپاره د دوشنبې په ورځ يو څو کسيز کمېسون جوړ کړى چي کراچۍ ته به ځي او د سيند ايالت له چارواکيو او پوليسو سره په ګډه به د دې پېښې پلټنه کوي.

بل لور ته د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات هم پر دې پېښه سخته خواشيني څرګنده کړې او د دې قضيې د څېړلو او تر راتلونکې جمعې پورې د نتايجو تر لاسه کولو امر يې کړى دى. قاضي القضات ويلي په دا ډول پېښو کې لاس لرونکي په هر ډول بايد رسوا شي، ځکه چي وايي په بلوچستان کې که څوک له چا سره هر ډول دوښمني ولري، خو ښځې نه وژني.

د يادونې وړ ده چي د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ د غړي سردارزاده بختيارخان ډومکي مېرمن، لور او موټرچلوونکى يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې چي په موټر کې روان وو، د نامالومو کسانو په ډزو و وژل شول. د ډومکي مېرمن د وژل شوي بلوڅ ملتپال مشر نواب اکبر بګټي لمسۍ او د خپلواکي غوښتونکي بلوچ ريپبلکن ګوند د مشر نوابزاده برهمداغ بګټي خور وه.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG