د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۵

امریکا له سوريي نه خپل ټول ډیپلوماټان ایستلي


د امريکا متحد ايالتونه وايي، له سوريې څخه يې خپل ټول ديپلوماتان ايستلي دي، په همدې حال کې بريتانيا په سوريه کې د تشدد د پراختيا په اړه له دمشقه خپل سفير د سلا مشورې لپاره ورغواړي.

په دمشق کې د متحدو ايالتونو سفارت وويل، سفير رابرټ فورډ او نور ديپلوماتان د دوشنبې په ورځ ووتل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که د بشار اسد حکومت د امريکا د سفارت د ساتنې لپاره اقدامات زيات نه کړل، سفارت به وتړي.

د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي په پاريس کې د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره له خبرو وروسته وويل، چې دواړه هېوادونه به سوريې ته شا وانړوي:

«غواړم، چې د سوريې په هکله نن ماسپښين د روسيې ولسمشر ديميتري مېدوېديف ته ټېلیفون وکړم، د انګيلاميرکل په اجازه به د دواړو هېوادونو له خوا ورسره وږغېږم.(د فرانسې صدراعظم) فرانسوا فيلون به هم په همدې موضوع صدراعظم ولاديمير پوتين ته ټېلفون وکړي.»

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې روسيې او چين د م.م. په امنيت شورا کې د سوريې په اړه پرېکړه ليک ويټو کړ.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د سوريې امنيتي ځواکونو په څو ښارونو کې تازه حملې پيل کړي او يوشمېر کسان يې وژلي دي.

فعالان وايي چې د حمص په مرکزي ښار کې د سوريې د حکومتي ځواکونو په بمبارۍ کې لږترلږه اوولس تنه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG