د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۳

ګیلاني د افغانانو په مشرۍ د سولې د طرحو پر ملاتړ ټینګار وکړ


د پاکستان د صدراعظم دفتر د رضا ګيلاني له قوله وويل، چې ده د قطر له صدراعظم سره په کتنه کې د خپل حکومت پر دې دريځ ټيینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د طرحو ملاتړ کوي.

يوسف رضا ګيلاني پرون قطر ته ورسېد، چې د دغه هېواد له صدراعظم او امير سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

ګيلاني وروسته له دې قطر ته لاړ، چې تېره اوونۍ يې د بهرنيو چارو وزيره له افغان چارواکو سره د مفصلو خبرو لپاره کابل ته ولېږله.

ګيلاني پرون دوحې ته ورسېد، چې د قطر له چارواکو سره په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

په قطر کې امريکايي مقاماتو د طالبانو له استازو سره مخکې لا خبرې پيل کړي او طالبانو تياري ښوولې چې په دوحې کې سياسي دفتر پرانيزي.

ده د پاکستان پر دې دريځ ټينګار وکړ، چې د افغانانو په مشرۍ او د دوي په ابتکار د سولې د هلوځلو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې د ازادۍ راډيو مشال څانګې ته وويل، چې ګيلاني به د قطر له چارواکو سره، هم د پاکستان او قطر پر دوه اړخيزو مسايلو او هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره تېره اوونۍ کابل ته تللې وه او له افغان چارواکو سره يې په دې خبرې کړې وې، چې پاکستان طالبان او نورې وسله والې ډلې د سولې په خبرو کې ګډون ته هڅولي شي.

حنا رباني کهر همداراز ويلي و چې هيواد يې حاضر دي هر هغه اقدام وکړي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره يې افغانان غواړي.

دې په عين حال کې ويلي و چې د سولې پروسه بايد د امريکايانو يا نورو بهرنيانو له لوري رهبري نه شي.

ويل کېږي چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امريکايي مقاماتو د خبرو له رابرسېره کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان چارواکي اندېښمن شول چې د سولې له پروسې دوي ګوښه پرېښوول شوي دي.

په پاکستان کې مېشت ژورناليست او دسياسي چارو تحليلګر سميع يوسفزي وايي چې قطر ته په سفر سره ښاغلي ګيلاني غواړي د افغانستان په مسله کې د خپل هيواد رول ثابت کړي:

يوسف رضا ګيلاني د قطر له صدراعظم سره د پاکستان او قطر پر تجارتي اړيکو هم خبرې وکړې او له دغه هيواده يې وغوښتل چې د پاکستان ماهرو کارګرو ته د کار فرصت ورکړي.
XS
SM
MD
LG