د هغو ځوانانو په لیکو کې چې په مسکو کې د شنبې ورځې مظاهرو مخکښان بلل کېږي، هغه متقاعدین هم لیدل کېدل چې د اعتراضونو د یوې پخوانۍ دورې ګډون کوونکي وو.
د آزادۍ راډیو خبریال ټام بالمفورت له مسکو څخه په خپل رااستولي راپور کې د کرېملېن پرضد په روانو اعتراضونو کې د نوي او زاړه نسل نظریو او هیلو ته کتنه کړې ده:
دوه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ د مسکو اوسېدونکي متقاعدین، ایرینا او خاوند یې ولادیسلاو له سلګونو زره نورو کسانو سره یوځای د پخواني شوروي نظام پرضد د پراخو مظاهرو په لړ کې د روسیې د پلازمېنې مسکو واټونو ته راوتلي وو.
د شنبې په ورځ دوی د مسکو په بولوتنایا چوک کې له هغو کسانو سره یوځای چې د پریسترویکا د اصلاحاتو د دورې پرمهال کوچني ماشومان وو، همغو واټونو ته د ولادیمیرپوتین پرضد چې صدراعظم او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید دی بیاهم مظاهرې ته راوتلي وو.
ایرینا چې خپل سره اننګي یې د پوستکي په ببره خولۍ کې پټ کړي وو، په دې اړه خبرې کولې چې څنګه دا او خاوند یې په دې تېر عمر د مسکو په منفي شل درجې هوا کې بهر وتلي. ایرینا آزادۍ راډیو ته وویل چې د ډسمبر د څلورمې له پارلماني انتخاباتو وروسته دوی په څلورو واړو لویو مظاهرو کې ګډون کړی:
“موږ د ډسمبر په ۱۰مه په بولوتنایا چوک کې، د ډسمبر په ۲۴مه په زاخاروف چوک کې وو او اوس دلته یو. موږ په نوییمه لسیزه کې د بوریس یلڅین د واکمنۍ پرمهال چې نظرپوښتنه کېده همدلته وو. موږ تل دلته وو او په رښتیا سره فعال یو”
په روسیه کې د کرېملېن پرضد د روانو مظاهرو محور، په انټرنېټ پوه، د منځنۍ طبقې هغه ښاري ځوانان دي چې اقتصادي وضع یې د پوتین د واکمنۍ پرمهال ناڅاپه لوړه شوه او اوس د پراخو سیاسي حقونو غوښتنه کوي، خو د دې مظاهره چیانو په لیکو کې هغه متقاعدین هم شامل دي چې د پریسترویکا او د ډیموکراسۍ لپاره د هیلو یادونه یې په حافظه کې شته هغه اعتراضونه چې دوه لسیزې مخکې یې شوروي نظام ړنګ کړ.
ایرینا او خاوند یې چې نه غواړي خپل بشپړ نوم او عمر افشا کړي هغه خاطرې په بېلابېلو احساساتو یادوي:
“ایرینا: د هغه وخت جریانات ډېر انقلابي وو، خو اوسني سوله ییز دي.
ولادیسلاو: اوس مهال نظریات بېلابېل دي خو هغه وخت یوه نظریه وه.
ایرینا: هغه وخت افراط زیات وو، خو اوس خلک آرام دي”
ولادیسلاو چې ځان سوسیال دیموکرات ګڼي، د ډسمبر د څلورمې په پارلماني انتخاباتو کې عدالت ګوند ته چې کین اړخی معتدل ګوند بلل کېږي رایه ورکړې وه خو د انتخاباتو په نتایجو کې د درغلۍ ادعاوو په غوسه کړی او ځکه یې پرېکړه کړې ده چې د پوتین پرضد د مظاهرو پر لیکو ورګډ شي.
د ایرینا او ولادیسلاو برعکس ۲۸ کلن دیما او ۲۶ کلنه مېرمن یې داشا وايي چې تر تېرې دسمبر میاشتې پورې دوی هېڅکله هم په مظاهرو کې ګډون نه و کړی:
“که رښتیا ووایم نور نو پوزې ته رسېدلي یو. موږ آزادي او رښتینولي غواړو او د هېواد له روانو جریاناتو څخه ستړي شوي یو. نه غواړو چې کوم بل هېواد ته ولاړ شو بلکې موږ همدلته بدلون غواړو”
د ایرینا او ولادیسلاو په څېر دیما او داشا هم له انتخاباتو وروسته د کرېملېن پرضد په ټولو لویو اعتراضونو کې ګډون کړی او وایي چې د رښتینو بدلونو تروخته به دې کار ته دوام ورکړي.