د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

"د نوي کال په پیل کې الکترونیکي تذکرې ویشو"


د کورنیو چارو وزارت وایي، د الکترونیکي تذکرو ویش یوه اوږد مهاله پروژه ده، چې د نوې لمریز کال په لومړیو کې به پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغې پروژې پیچلتیا او ورته د قیق پلان جوړول د دې لامل شول چې دغه پروژه یوڅه وځنډیږي.

خو ښاغلی صدیقي ډاډ څرګندوي، چې د الکترونیکي تذکرو ویش ته د دوې چمتووالی د بشپړیدو په حال کې دی او له کوم ځنډ پرته به په نوي کال کې پیل شي:

"د الکترونیکي تذکرو ویش به په نوي کال کې پیل شي، خوشبختانه ټول ترتیبات ورته نیول شوي دي، اوس مهال د دې پروژې د پیل لپاره کدرونه تر روزنې لاندې دي، نور به انشاالله کوم ځنډ نه په کې رامنځ ته کیږي، دا ډیره مهمه پروژه ده، د افغانستان د ټولو خلکو راجستریشن به بایومیتریک کیږي."

صدیقي زیاتوي، د دې پروګرام له مخې به زړې تذکرې په نوېو واوړي، د افغانستان هر وګړی به له سره راجستر کیږي او په کمپیوټر کې به د هغه ټولې ځانګړتیاوې ثبتیږي.

د چارواکو په خبره نوې الکترونیکي تذکرې به د یوه واړه کارت په بڼه وي چې نه یوازې د درلودونکي ځانګړتیاوې به په کې خوندي وی بلکه دغه کارت به د موټر چلولو د لایسنس، جوازسیر او رایې ورکولو لپاره هم کار ورکوي.

د کورنیو چارو او مخابراتو وزارت په ګډه د نويو الکترونیکي تذکرو په سیستم کار کوي چې د مخابراتو وزارت هم په دې برخه کې د چمتوالي خبره کوي.

د مخابراتو وزارت د پلان او پالیسۍ ریس اجمل عیان ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوې د الکترونیکي تذکرو په تخنیکي برخه کار کوي چې تر اوسه یې مرکزي ډیټابیس او ځینې نور تخنیکي وسایل نصب کړي دي:

"د تذکرې له پروژې سره موږ صرف تخنیکي مرسته کوو، موږ داخلې وزارت ته تخنیکي سیستم ورکوو، کوم مرکزي ډیتابیس او په هغه کې چې کوم سرورونه دي هغه نصب شوي، د تذکرې د چاپ مرکز به جوړیږي، د افغانانو د معلوماتو په اړه به ډیتابیسونه جوړیږي خو موږ ورته چمتو یو."

له دې وړاندې د مخابراتو وزیر ویلي وو، چې د الکترونیکي تذکرو لپاره افغان حکومت سل میلیونه ډالره ځانګړي کړي او د ویش لړۍ به یې له دریو ترپنځو کلونو وخت ونیسي.

عام خلک هم د افغان حکومت له دې اقدام څخه خوښ دي او وایي، چې د الکترونیکي تذکرو له ویش سره به ترډیره د روانو جعل کاریو مخه ونیول شي:

"۱ زمانوم شیر احمد، زموږ په ملک کې خو تذکرې د پاڼې په بڼه وي، هر سړی ځي جعلي جوړوي اردو او پولیسو ته هم ورځي، الکترونیکي تذکرې به ډیر سهولتونه رامنځ ته کړي ځکه هر سړی کولای شي جیب کې وګرځوي. کمپیوټرایز سیستم دی څوک غلطي هم نه شي په کې کولای.

۲ زمانو سید نذیز دغه اوسنې تذکرې له ولسوالیو پرته په عامو ځایونو کې هم ویشل کیږي او خلک ورڅخه رنګارنګ استفادې کوي.

۳ زه محمد رفیق، په تذکرو باندې موږ ډیر خوشحاله یو، که چیرته وړې شي او په جیب کې وګرځول شي، اوسنې تذکرې غټې دي په جیب کې نه ځاییږي."

افغان حکومت په داسې حال کې د الکترونیکي تذکرو د ویش خبره کوي چې اوسنۍ تذکرۍ په یوه پاڼه کې په قلم لیکل شوي چې د جعل کارۍ امکانات په کې ډیر دي.

خو دا چې کورنیو چارو وزارت به وکولای شي د افغانستان ټولو خلکو ته په پنځو کلونو کې الکترونیکي تذکرې ورسوي دا به هماغه وخت معلومه کړي.

راپور:اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG