د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۶

روسيې او چین د سوريي په اړه د م.م پریکړه ویټو کړ


روسيي او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوريي په اړه وړاندې پریکړه لیک ویټو کړی دی، دا دواړه هیوادونه وايي دا پریکړه لیک متووازن نه وو او باید پر متن يې نور کار هم شوی وای.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ویلي، د روسيي او چین له خوا د سوريي په اړه د پریکړه لیک ویټو کول د دې سازمان او نړېوالې ټولنې رول متاثره کړی دی.

د بانکي مون ویاند مارټین نسیرکي وویل، دا پریکړه په داسې وخت کې ویټو شوی چې د سوريي حکومت باید د خپلو خلکو پر ضد د تاوتریخوالي د بندولو لپاره د نړېوالې ټولنې یو موټي غږ واوري.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده ایالاتو ،فرانسې،او برتاني ا په شمول ۱۳ غړو هیوادونو د وړاندې شوې پریکړه لیک په ملاتړ رای ورکړې.

په دغه ویټو شوی پریکړه لیک کې له واک څخه د سوريي د ولسمشر بشار الاسد د ګوښه کیدو په اړه د عربي ټولنې د غوښتنې ملاتړ شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د برتانیا استازي وویل چین او روسيي په شرمناکه توګه دا پریکړه لیک ویټو کړ.

خو د روسيي استازي بیا ویلي چې وړاندې شوي پریکړه لیک د سوريي په شخړه کې ښکیلو خواو ته غیر متوازن پیغام درلود.

ویتالي چورکین ویلي ددې پریکړه لیک ملاتړ کونکي لویدیځ هیوادونه په سوریه کې د رژیم د بدلون او واک ته د مخالفانو د رسولو په لټه کې دي.

په عین حال کې د سوريي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف د جرمني په مونشن ښار کې نړیوال امنیتي کانفرانس ته وویل:

“په یوه کورنۍ جګړه کې د یوه ځانګړې لوري څخه ملاتړ کول او له بهر څخه د یوې سیاسي طرحي یا اصلاحاتو ور تپل په خطرناکه توګه د بې ثباتۍ د پراخیدو لپاره زمینه برابروي او په نړیوالو چارو کې د ګډوډۍ عناصر تقویه کوي.”

په ملګرو ملتونو کي د متحده ایالاتو استازې ویلي چې په پریکړه لیک کې د روسې لخوا پیشنهاد شوي بدلونونه د منلو وړ نه وو.

د چین دولتي خبري اژانس سین هوا په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي لي بوډونګ په حواله ویلي چې د پریکړه لیک د متن په اړه باید لا نورې سلا مشورې ترسره شوی وای.

په ملګرو ملتونو کې د سوريي په اړه وړاندې شوې پریکړه لیک یوه ورځ وروسته له هغې ویټو شوی چې په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي په باب تازه راپورونه خپاره شوي.

د بشري حقونو فعالان وايي د سوريي ځواکونو په حمص ښار کې په تازه حملو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژلي دي.
XS
SM
MD
LG