د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

له ترکمنستان څخه هرات ته د ګازو نل لیکه غځول کیږي


د هرات والي ډاکټر اود شاه سبا د یوه پلای په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، څو هرات ته له هغه هېواده د ګازو یوه نل لیکه راوغځول شي او د دې ترڅنګ د برېښنا مزي تقویه کړي.

په داروستیو کې د هرات ښاریانو د برېښناد د کمزوري او سون موادو کمښت او قیمتي څخه د شکایت پر اساس د هرات والي ″ډاکټر اود شاه سبا″ د ترکمنستان د مارې د والي په غوښتنه هغه هېواد ته سفر ورکړ، چې د هرات د سوداګرۍ، برېښنا، نفت، ګاز، فواید عامې بهرنیو اړیکو ریاست استازی او څه نور مامورین ورسره همسفره دي. د ولایت د مرستیال اصیل الدین جامي په وینا، اساسي موخه یې د بریښنا د مزی لا تقویه کېدل او له ترکمنستان څخه د ګازو د یوې نل لیکې راغځول دی.

هرات ته اوس مهال ترکمنستان او ایران څخه ۹۵ میګاواټه وارداتي برېښنا مزي راغځیدلي، خو کار پوهان وايي، چې دغه ښار، نږدې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

د هرات د والایت ویاند محي الدین نوري وایي، د ګازو د نل لیکې لپاره په هرات کې د ترکمنستان قونسل تیار او د ده په وینا چې افغان ولسمشر هم موافقه ورسره کړې ده.

اوس مهال په هرات کې برېښنا په نوبتي ډل کورونو ته ویشل شوې، چې قوت یې ډیر کم او خلک وایي، چې د برېښنایي وسایلو په سوځېدو سره یې ډیر تاونونه ګاللي.

د هېواد د نورو ولایتونو په شان په هرات کې هم د ګازو بیه ثابت نه وه خو اوس اوس د سوداګرۍ وزارت له خوا د ټاکل شوي بیې له مخې یو ګلو ګاز په شاو خوا ۶۰ افغانیو پلورل کیږي خو د ګازو کیفیت ټیټ دی، او خطر یې هم زیات شوی دی.

که په ریښتیا هم له ترکمنستان څخه د ګازو د نل لیکې په راتګ سره د خلکو کورونو ته د ګازو پایپونه تېر شي، له یوی خوا به خطرونه کم او بل طرف به یې د برېښنا په صرفې سره اقتصادي پرمتګ کړی وي.

که څه هم د هرات د والي ویاند دغې پروژې لګښت او دا چې څوک به یې پر مخ بیايي، جزیات ورنه کړل، خو د پروژې په ساده ګي او کم لګښت یې ډاډ لاره.

باید ووایم، چې د ګازو دغه نل لیکه د ټاپي له لیکې کوم چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان غځیږي جلا ده، که چېرې د ګازو نوې نل لیکه وعځول شي، د هرات ښاریانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG