د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

ملا عمر سپینې ماڼۍ ته یو لیک استولی دی


د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لړۍ دوام لري او په راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو مشر ملا عمر متحده ایالاتو ته یو لیک استولی او له سپینې ماڼۍ څخه یې د خپلو بنه دیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ ته تېرکال یو لیک رسیدلی و، چې ویل کیږي، د طالبانو د مشر ملاعمر له خوا استول شوی و. په لیک کې د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده. د بندیانو مساله د جمهور رییس بارک اوباما د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اساسي مساله ده.

د ملاعمر د لیک یا پیغام په رسیدو باندې د سپینې ماڼۍ د چارواکو تر منځ مباحثې پیل شوې او بحث پر دې دی، چې دا لیک په ریښتیا هم د ملا عمر دی او که بل چا د هغه په نامه دوی ته استولی دی.

امریکا چې د افغانستان د لس کلنې جګړې د ختمولو هلې ځلې کوي، دا لیک ورته زیات اهمیت لري.

د جمهور رییس اوباما د ادارې یوه چارواکي، چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې، رویټرز آژانس ته ویلي، دا چې موږ د پخلاینې د عملیې په بیلا بیلو مرحلو کې ښکیل یو، زیات شمېر پیغامونه رارسیږي او وایي، چې د طالبانو د جګ پوړو مشرانو دي؛

“موږ ته تراوسه داسې کوم لیک نه دی رسیدلی، چی موږ دې متیقن شو، د ملا عمر له خوا استول شوی دی.”

په دې لیک کې چې ویل کیږي، د ملا عمر له خوا استول شوی، طالبان بې حوصلې بریښې، چې سپینې ماڼۍ تر اوسه د هغوی پنځه تنه بندیان له ګوانټانامو زندان څخه نه دي خوشې کړې.

رویترز لیکي، امریکایي چارواکي غور کوي، چې د ښه نیت پر اساس د طالبانو بندیان قطر ته انتقال کړي او د افغان حکومت په واک کې یې ورکړي. په دې کار سره به د افغانستان د راتلونکي په اړه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو لپاره لار هواره شي.

تېره میاشت طالبانو اعلان وکړ، چې په قطر کې د یوه سیاسي دفتر په پرانستلو سلا شوي او دایې هم وویل، چې په خپل دریځ کې یې نرمښت راوستی او ممکن په حکومت کې ورته ځیني څوکۍ ورکول شي او یا هم د افغانستان په جنوب کې په ځینو ولایتونو واک حاصل کړي.

خو دا چې طالبان په ریښتیا هم د سولې په خبرو کې ګډون کوي او که یوازې غواړي، خپل بندیان را خوشي کړې، دا پوره روښانه نه ده.

رویټرز زیاتوي، دا هم نه ده څرګنده چې د طالبانو د مشر ملا عمر د تېرکال لیک به د متحده ایالاتو د پخلاینې پر هلو ځلو چې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د خاص استازي مارک ګروسمن په مشرۍ پرمخ ځي، څه ډول اغیز وکړي.

د جمهور رییس اواباما د ادارې چارواکي وایي، دوی شک لري، چې دا لیک دې د ملا عمر له خوا لیکل شوی او استول شوی وې او دا ځکه، چې په لیک کې د هغه لاسلیک نشته.

دوی وایي، له دې سره سره، په لیک کې هغه څه بیان شوي، چې په تېرو وختونو کې د طالبانو استازو یا مرکچیانو موږ ته ویلي دي.

امریکایي چارواکي وایي، د طالبانو د بندیانود انتقال پریکړه یې نه ده کړې او په عین حال کې سپینه ماڼۍ د کانګرس د غړیو له مخالفتونو سره مخامخ ده چې وایي، طالبان په خبرو کې د اعتبار وړ اړخ نه دی او په دې باور دي، چې د طالبانو مشران به له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته بېرته په جګړو کې شامل شي.
XS
SM
MD
LG