د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

UNHCR: د افغان کډوالو ستنېدو لپاره مرستو ته اړتيا ده


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ده څو افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه په اطمینان سره خپل هیواد ته ستانه شي . هغه وايي ، خلک د کار او سرپناه نه لرلو ته اندیښمن دي، بله خوا دوی د امنیت په اړه هم ناباوره دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر د پنجشنبې په ورځ افغان کډوالو ته د پناه ورکولو په برخه کې د پاکستان له سخاوت څخه چې په خپل هیواد کې یې ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې مننه وکړه. ده همدا شان د داسې شرایطو د برابرولو غوښته هم وکړه چې ډېر شمېر افغانان خپل وطن ته په خپله خوښه بیرته ستنیدو ته زړه ښه کړي .

اوس نیژدې درې مليونه افغان مهاجر د سیمې په هېوادونو کې پاتې دي . په دې ډله کې یو اعشاريه اووه ملیونه یې په پاکستان او یو مليون نور یې په ایران کې شپې سبا کوي .

تېر کال څه باندې پنځوس زره افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شول . که دا شمېر له وړم کال سره مقایسه شي نو افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو شمېر ډېر کم شوی و، خو سره له دې هم دا د نړۍ په کچه د ستنېدونکو لپاره تر ټولو لوى پروګرام بلل کېږي.

په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند نادر فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل چې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې راستنو شویو کسانو ته د کار او ښه ژوند امکانات برابر شي.

هغه وویل چې په دې برخه کې پر یوې نوې ستراتیژۍ کار روان دى. فرهاد وویل چې د ایران ، پاکستان او افغانستان استازو په دې اړه خبرې هم کړي او فیصله یې کړې چې په نړیواله سطح د افغان مهاجرو پر مسئلې به غونډه وکړي:

̋په دې باندې پرېکړه وشوه چې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي . موږ هیله من یو چې په نژدې راتلونکي کې به دا نړیواله غونډه د ګاونډیو هېوادونو: افغانستان، ایران، پاکستان او د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په ګډون جوړه شي . موږ هیله من یو چې په دې کنفرانس کې به پر یوه کره او سمې ستراتیژۍ کار وشي او هغه به بیا نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي څو افغان مهاجرو ته د بېرته راګرځېدو امکان په سمه او مطمینه توګه برابر شي̋

څه باندي یو ملیارد ډالره نړیوالې مرستې ته اړتیا ده څو له ستونزو ډک هېواد ته د افغان مهاجرو د بېرته تګ لپاره د شرایطو په اړه اطمینان تر لاسه شي .

دا خبره د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، انتونیو ګیتوریس، رویترز خبري اژانس ته کړې ده . ده، له رویترز اژانس سره په یوې مرکې کې ویلي فکر کوم چې په افغانستان کې د حکومت، اقتصادي پراختیا او امنیت په ارتباط ستونزې شته . خو هغه ویلي مهمه مسئله چې باید په نظر کې وي دا ده چې په افغانستان کې ډېره پانګونه شوې خو دا پانګونې داسې برخې ته نه دي متمرکزې شوي، څو داسې وضعیت رامنځته کړي چې افغانان په خپل هېواد کې د کار او ښو شرایطو په لرلو مطمئن کړاى شي .

د انتونیو دا خبرې په افغانستان کې پر یوه لوى کار باندې ټینګار کوي چې د افغانستان لویدیځ ملګري تر دې دمخه چې په درېيو کلونو کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي لا هم د دې هېواد بیارغونې ته مجبور دي .

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په حواله د کار او معاش تر لاسه کولو لپاره د فرصتونو او سرپناه نشتوالی، بله خوا ناامني هغه دلایل دي چې ډېر ځله افغانان خپلې خاورې ته له بېرته تګه ليرې کوي .

نادر فرهاد وايي هغه افغان مهاجر چې بېرته هېواد ته ستنېږي په سر کې ورته سړي سر یو نیم سل امریکايي ډالرې ورکول کیږي:

̋هر هغه څوک چې بېرته هېواد ته راځي یو نیم سل امریکايي ډالره ورکول کېږي . نو کله چې په یوې کورنې کې پینځه کسه وي نو بیا تقريبا اووه نیم سوه ډالره تر لاسه کوي او هغه کسان چې ډېر بېوزلي وي نو بیا یو این ایچ سي ار ورته خیریه پروګرمونه لري ، خو باید وویل شي چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او په کامله توګه نه شي کېداى چې ټولو راستنو شویو کسانو ته مرستې ورسول شي̋

تر اوسه پنځه اعشاريه اووه مليونه افغان مهاجر له ایران او پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا تقریبا د افغانستان څلورمه برخه نفوس جوړوي .
XS
SM
MD
LG