د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

لویې څارنوالۍ د دوو بریتانوي قاچاق وړونکو دوسیه بشپړه کړې


لویه څارنوالۍ وایي، که هم دوې د نیول شوېو بریتانویانو او افغان ملګرو لپاره یې د بند د یوې ځانګړې مودې سزا غوښتې، خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه محکمه کوي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظرې د چهارشنبی په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی دوسیې یې په نولسو ورځو کې بشپړی او د کابل ولایت د دوهمې حوزې د عامه امنیت او جرایمو دیوان ته سپارلې.

د ښاغلي نظري په وینا دغه بریتانویان او افغان ملګري به یې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې مجازات شي:

"دغه دوه بریتانویان چی دوه افغانان هم ورسره دي، د دوې قضیه تکمیل شوې ده، دوې په جریان دې لسو ورځو کی ونه توانیدل چی موږ ته تحقیق راکړي، خو وروسته له لسو ورځو دوې مدافع وکیل او ترجمان پیدا کړل بیا یې تحقیق راکړ، د تحقیق په جریان کی دا روښانه شوه، چې دوې وسلې د قاچاق لپاره لیږدولی، د دلوې په څلورمه موږ د دوې دوسیه محکمی ته ورکړه او دوې ته مو د قاچاق د قانون د نهمی مادی له مخې مو ورته د سزا غوښتنه کړې ده، چې په دې کې بند او تعذیر نه یاده شوې خو دا بیا د قاضي واک دی، چې څومره سزا ورکوي."

دا دوه بریتانویان او دوه افغان وګړې د جنوری میاشتی په پنځمه نېټه د کابل په ختیځ کې د دیرش میلو وسلو د قاچاق په تور ونیول شول.

دغه څلور تنه تورن چې د خصوصی امنیتي کمپنۍ کار کوونکې دي په دې تورن دي، چې دغه وسلې، یې له قانونې جواز او سریال نمر پرته لیږدولی.


ښاغلی نظری وایې، دغه دوه بریتانوي وګړو په خپلو څیړنو کې ویلې، چې دوې دا وسلی د خپلی کمپنۍ د مرستیال په امر د تطبیقاتو لپاره لیږدولې او دوې د دې کمپنۍ د مرستیال د نیولو په لټه کې دي:

" دوې وایي، چې مربوط د یوې انګلیسې کمپنۍ دي او د هغی د معاون د حکم په اساس چې یو وان نومیږي، د کریس کمپ ته مو انتقالولی او غوښتل مو چې وګورو ایا دا فعالی دی او که نه؟

خو دا خبر غلطه ده، ځکه کله چې څوک وسلی د تطبیقاتو لپاره لیږدوې نو نمبرونه یې ولی له منځه وړی، دا خبر کاملا غلطه ده، د یو وان د جلب حکم هم شوي خو تر اوسه نه دی نیول شوي."

مخکی له دې هم په افغانستان کی یو شمېر بهرنی وګړی د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، خو دا لومړې ځل دی، چې په دوه بهرنی وګړې په افغانستان کې د دیرش میله سپکو وسلو د قاچاق په جرم نیول کیږي.

خبریاله ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG