د پاکستان په لرې پرته قبايلي سیمه کرمه اجنسۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو په یوه تازه بريد کې ۴۲ تنو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه وايي، د دولت مخالفو وسله والو، چې ګومان کیږي د تحريک طالبان پاکستان وسله وال جنګيالي وو د دوشبنې او سه شنبې ترمنځ شپه د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته ناڅاپي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې په پوسته کې موجود ډیری سرتیري ووژل شول یا ټپيان شول.
د کرمې مرکز کې یوه امنيتي مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل تر نیمې شپې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې لسګونه امنيتي سرتيري د منځنۍ کرمې په جوګي نومي غرنۍ سیمه کې په خپله یوه امنيتي پوسته کې ویده وو، چې ناڅاپه پرې نامعلوم شمير وسله والو برید وکړ.
نوموړی وايي، وسله والو مخالفینو په دې برید کې د سپکو ترڅنګ درنې وسلې هم کارولې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په لومړي سرکې، چې دولتي سرتیري ویده وو او ځوابي بريد ته يې هيڅ ډول چمتو والی نه درلود ۴۲ تنه په ګولیو ولګیدل.
دغه سرچينه زیاتوي، چې له دې ډلې څخه تر اوسه لسو تنو سا ورکړې او پاتې دوه دیرش نور يې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي،خو نوموړي د ټپيانو د روغتیايي وضعیت په باب څه و نه ویل.
نوموړي همداراز وویل، چې شيبه وروسته دولتي ځواکونو پر بریدګرو ځوابي ډزې وکړې، چې په خبره يې تر اوږد ساعته يې دوام وکړ.
هغه د دولتي ځواکونو په ځوابي برید کې د ۲۵ تنو برید کوونکيو د وژل کیدو ادعا وکړه او زیاته يې کړه، چې امکان لري، چې یوشمير نور يې ټپيان شوي هم وي.
افغانستان ته نژدې او له اورکزو او شمالي وزیرستان سره لګیدلې کرمه اجنسۍ د پاکستان یوه له هغو قبايلي سیمو ده، چې ويل کیږي د دولت وسله وال مخالفين پکې فعال حضور لري.
د پاکستان پوځ څو وارې په دې قبايلي اجنسۍ کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات ترسره کړي.
په دې لړ کې د ۲۰۱۰ میلادي کال په جون او د تیر ۲۰۱۱ میلادي کال په مۍ میاشت کې پوځ د هوايي ځواک په مرسته په منځنۍ کرمه کې پراخ عملیات وکړل او له څه مقاومت يې ډيری سیمې ونیولې.
خو دغه پيښه ښيي، چې وسله وال مخالفين لا هم په دې سیمه کې زور و ځواک لري.
تر اوسه لا چا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی، خو ویل کیږي، چې په دې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې جنګيالي فعالیت کوي.