د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

″افغان دولت هڅه کوي له طالب مشرانو سره په سعودي کې وګوري″


والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په سعودي عربستان کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرمسالې یوه لیکنه خپره کړې او د پیل په کرښو کې لیکي، افغان چارواکي وایي، چې دوی په پام کې لري، چې په نژدې راتلونکې کې د طالبانو له استازیو سره په سعودي عربستان کې وګوري، چې د ورځپاڼې په وینا دا د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکومت له خوا یوه هڅه ده، چې غواړي د سولې په پروسه کې مخکښ رول ولوبوي.

یوه افغان چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، دې ورځپاڼې ته ویلي، چې په سعودي عربستان کې د دغو خبرواساسي هدف دا دی، چې د ولسمشر کرزي حکومت په هره معامله کې مهمه ونډه ولري او زیاتوي سعودي عربستان په خبرو کې یو مهم لوبغاړی دی او اوس او تیرو وختونو کې یې د خبرو لپاره زمینه برابره کړې ده.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان چارواکو په وینا لیکي چې سعودي عربستان له طالبانو سره د تماس ټینګولو لپاره د راتلونکې غونډې لپاره منځګړیتوب کړی خو طالبانو تراوسه په دې اړه چې څوک دې غونډې ته واستوي، پریکړه نه ده کړې او نه هم تراوسه په دې اړه چې دغه خبرې څه وخت ترسره شي، موافقه حاصل شوې.

طالبانو څه موده وړاندې په قطر کې له امریکا سره د خبرو مساله تایید کړه، خو دا چې غواړي له افغان دولت سره په سعودي عربستان کې هم خبرې پرمخ یوسي په دې اړه یې د خپروشویو راپورونو په اړه دریځ نه دی څرګند کړی.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو دا خبره په ډاګه نده تایید کړې، چې غواړي د کرزي له حکومت سره خبرې وکړي، ځکه هغه د امریکا لاس پوڅی حکومت بولي خو امریکایي چارواکو له طالبانو سره نورې غونډې ځنډولې او هغوی ته یې ویلي، چې ترهغو پورې به بیا له دوی سره کښېنني، چې دوی له افغان چارواکو سره د خبرو په اړه موافقه نه وي کړې.

ډیلي تیلیګراف:

ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې افغانانو د امریکا له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د مالي مرستو د کمولو پر وړاندې خبرداری ورکړی، ترسرلیک لاندې یومطلب خپور کړی او لیکي، امریکایي ډیپلوماتانو ویلي، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د امریکا مالي ملاتړدوام نه شي راوړی او له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم باید دغه مرستې هم کمې شي.

ډیلې ټیلیګراف په ناټو کې د امریکا د سفیر ایو دالدیر له قوله لیکي، چې ویلي یې دي، د افغان ملي اردو او پولیسو اوسنی تشکیل یوموقتی تشکیل دی او هغه ځکه پراخ شوی، چې وکولای شي، د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو مخه ونیسي.

د ده په وینا اوس موږ د روان کړکیچ په نیمایي کې یو، ایا په همدې تشکیل یوه ځواک ته اړتیا لرو او که په کم تشکیل هم کولای شو، چې ټاکلی هدف ترلاسه کړو.

دالدیر هیله وښوده، چې په راتلونکو دو دریو کلونو کې به امنیتي وضعیت بل ډول وي او د امساله د درک وړده، چې هغه مهال کیدای شي، چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر راکم شي او دونیم سوه زره کسیزځواک ته ورسیږي.

ډیلی ټیلیګراف د مطلب په پای کې لیکي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به په راتلونکې مۍ میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې کوربه وي؛ چې په کې به د افغان امنیتي ځواکونو د تشکیل او مالي لګښتونو په اړه خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG