د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

″د مهارتونو د پراختیا په پروګرام کې تراوسه ۴۰زره کسان روزل شوي″


که څه هم بې کاري د افغانستان د روانو ناخوالو لوی لامل بلل کیږي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې زرګونو کسانو ته یې مهارتونه ورښوولي او ډیرو یې کارونه پیدا کړي.

د دې وزرات د مهارتونو د پراختیا د ملي پروګرام چارواکي په هیواد کې د بې کارۍ اساسي علت د خلکو د مهارت نه درلودل بولي.

د مهارتونو د پراختیايي پروګرام رییس امین الله علیزي د چهارشنبې په ورځ د دې پروګرام د ارزونې په دوه ورځني سېمینار کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پروګرام له پيله یې تر ۴۰ زرو ډیر کسان روزلي، چې له دې ډلې یې ۸۰ سلنې ته کارونه پيدا شوي دي.

“د ۱۳۸۹ کال تر پای پورې ۴۲۲۶۰ کسان روزل شوي، د سږ کال تر پای پورې به ۵۰۰۰ نور کسان هم و روزل شي، له د ډلې یې ۸۶ فیصدو کارونه پیدا کړي.

له ۱۵۰ څخه په ډیرو څانګو کې لکه کرنه، ګلدوزي، خیاطي، فلز کاري، د موټر او کمپیوټر سمول، دا هغه مهارتونه دي، چې د بازار له اړتیا سره مو کسان په کې روزلي دي.”

د مهارتونو د پراختیا ملي پروګرام په ۲۰۰۵م کال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا پيل شوی، چې د ۱۰ نور وزارتونه غړیتوب هم لري.

د دې پروګرام چارواکي وایي، چې هره روزنیزه دوره یې لږ تر لږه 6 میاشتي وي، چې نارینه او ښځي دواړه برخه په کې اخلي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغه پروګرام د هیواد په 5 زونونو کې پلی کیږي.

خو د ولسي جرګې د بودیجې د کمېسیون رییس امیر خان یار په دې سېمینار کې وویل، چې دغه ډول پروګرامونه یوازي د کاغذ پر مخ پلانیږي او ډیر لږ یې عملي کیږي.

ښاغلي یار د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چارواکو وغوښته، چې دغه پروګرام دې د هیواد کلو او ولسوالیو ته هم ورسوي.

“دغه ډول پروګرامونه دې له ښارونو ووځي او په لیرې پرتو سیمو کې دې هم پلي شي، ځکه چې په ښارونو کې یو ډول خلک کار پیدا کولای شي، مګر په ولسوونو کې چې کوم بې کار خلک دې هغوی ته که د کار زمینه برابره شي، هغوی بیا د نورو د ناوړو هدفونو ښکار کېدلای نه شي.”

د کار او ټولنیزو چارو وزات چارواکي وايي، چې د ټول افغانستان د خلکو ۲۰ فیصده اوس هم له بې کارۍ څخه کړیږي، چې له دې فیصدۍ څخه ۸۰ سلنه یې بېسواده خلک دي.

د راپورونو له مخي بې کاري یوازې په افغانستان کې بې سواده خلک نه ترټي، بلکې هغه کسان چې سواد لري ان لوړي زده کړي یې کړي په اسانه کار نه شي پيدا کولای.

دغه ځوانان د کار پيدا کولو لپاره کله کله له هیواده دباندې وتلو ته هم اړیږي، چې نه یوازي له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي، بلکې ګټه یې هم پردیو هیوادونو ته رسیږي.

د چارو پوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې دغه ډول پروګرامونه په جدي ډول وڅاري او په نورو برخو کې هم خلکو ته د کار اسانتیاوي برابرکړي، چې د هیواد اقتصادي سیسټم ته یې ګټه ورسیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG