د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

"د اداري فساد پرضد مبارزه کې د چارواکو همکاري شرط ده"


سره له دې چې افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د اداري فساد پر ضد ټینګه مبارزه کوي خو د اداري فساد پرضد د مبارزې اداره داسې مواردو ته ګوته نیسي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ډیر اغیزمن دي.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې رییس ډاکټر عزیزالله لودین وایي، چې د اداري فساد پر ضد باید ټولې دولتي ادارې او لوړ پوړې افغان چارواکي په رښتیني توګه مبارزه وکړي.

ده وویل، که چیرې داسې نشي نو ګمان نه کوي چې په افغانستان کې اداري فساد له منځه ولاړ شي:

"موږ نشو کولای چې یوازې د اداري فساد او رشوت پر ضد د مبارزې ادارې له خوا فساد ورک کړو دلته د ټولو دولتي ارګانونو همکارۍ ته اړتیا شته له ښاغلي ولسمشر نه نیولې بیا د کابینې تر وزیرانو، والیانو، امنیې قومندانانو، قضایه قوې او څارنوالۍ پورې.

موږ که چیرې په ریښتا لاسونه ورنه کړو او رښتیا مبارزه ونه کړو هیڅ وخت نشو کولای چې اداري فساد په هېواد کې له منځه یوسو."

ښاغلی لودین چې د سې شنبې په ورځ یې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو او جنرالانو د شتمنیو د ثبت په مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې له اقتصادي پلوه د دولتي کارکوونکو د ژوند ښه کول هم د بډې او اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه کې خورا اغیزمن دی.

د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې رییس څرګنده کړه، چې د بډې او اداري فساد په هکله دوي دوسیې جوړوې او څارنوالۍ ته یې لیږي چې باید هلته ورته په لازم ډول رسیدګي وشي:

"له کله چې دا اداره جوړه شوې او زه دوه نیم کاله د دې ادارې مشر ووم، د یوسل او دوه دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت د دولتي ځمکو او جایدادونو د غصب، بډې او داسې نورو دوسیې برابرې او څارنوالۍ ته مو لیږلې وې.

وروسته د لویې څارنوالۍ د محترمې ادارې دنده ده، چې ورته رسیدګي وکړي، څیړنه وکړي او صورت دعوا ورته جوړه او محکمې ته یې ولیږي او هلته په اړه یې پریکړه وشي"


ډاکټر لودین څو ورځې وړاندې هم ویلي وو، چې د اداري فساد په تور یې د کابینې د یوه غړي دوسیه هم لویې څارنوالۍ ته لیږلې، خو د لویې څارنوالۍ چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې لا تر اوسه دا دوسیه دوي نه ده رسیدلې.

په عین حال کې ځینو نړېوالو سازمانونو او موسسو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د اداري فساد دوام له افغانستان سره د دوي پر مرستو منفي اغیزه کوي.

په افغانستان کې اداري فساد هغه ستونزه ده، چې له امله یې د نړېوالې ټولنې له خوا پر افغان حکومت جدي انتقادونه کیږي او ولسمشر کرزي هم په خپلو ډیرو ویناوو کې دې ستونزې ته په اشاره ویلي، چې هرو مرو به د دې شومې پدیدې جرړې را وباسي.
XS
SM
MD
LG