د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

فرانسې د افغان ځواکونو روزنه او ورسره ګډ عملیات وځنډول


ولسمشر نیکولاسارکوزي
ولسمشر نیکولاسارکوزي
په داسې حال کې، چې د ملي اردو د یو سرتیري له خوا د فرانسوي سرتیرو د وژنې په اړه تحقیقات پیل شوي، د فرانسې حکومت د دی پیښې په غبرګون کې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر او له دوي سره خپل ګډ عملیات ځنډولي.

دا څلور فرانسوي سرتیري د جمعې په ورځ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د یو سرتیري لته خوا ووژلې شول او شپاړلس نور ټپیان شول.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د دې پیښې په اړه په خپل غبرګون کې د ملي اردو د سرتیري له خوا د فرانسوي سرتیرو وژنه د نه منلو وړ وبلله:

"موږ د افغانستان د خلکو دوستان یو، موږ د افغانستان د خلکو متحدین یو، خو زه دا منلې نشم، چې افغان سرتیري دې په فرانسوي سرتیرو ډزې وکړي.

که چېرې امنیتي وضع په څرګند ډول تشریح نشي، نو له وخت نه مخکې به د فرانسوي سرتیرو د ویستلو پوښته راپورته شي."

د فرانسې ولسمشر دا غبرګون په داسې حال کې څرګند کړې، چې د ده افغان سیال حامد کرزي بیا په دې پیښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او د فرانسې ولسمشر او د قربانیانو کورنیو ته یي خپل تسلیت وړاندې کړې.

خو افغان کتونکو بیا د فرانسې د حکومت دا پریکړه، چې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر او له دوي سره یي خپل ګډ عملیات ځنډولي ناسمه بللې.

د جنرال عتیق اله امرخیل په وینا دا لومړنۍ پیښه نه ده، چې په افغانستان کې پیښیږي بلکه تر دې مخکې هم څو څو وارې د ملي اردو د سرتیرو له خوا بهرني ځواکونه په نښه شوي او د دې اساسي علت د ملي اردو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ دې:

"زه فکر کوم چې د فرانسې دا پریکړه به سمه پریکړه نه وي ځکه دا خو دښمن دی او دښمن خو هر چیرې خپل وار کوي ځکه دا کار هر چیرې شوی."

خو افغان ځواکونه د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره ردوي او وایي، چې د دې پیښو ترشا تر ډیره شخصي خسومتونه، کینې او یا هم رواني ناروغۍ موجودې وي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رئیس جنرال افضل امان وویل، چې دوي په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

خو بل خوا ته په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند وایي، چې دوي که څه هم د ملي اردو سرتیرې نیولې، خو د پیښې د علت په اړه لا هم معلومات نه لري.

جنرال کرسټن جکبوسن، چې د جمعې په ورځ ناوخته یی له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې د دوي تحقیقات په لومړنیو پړاوونو کې دي:

"موږ په ډیر دقت سره د دې خواشینوونکې پیښې او د هغې د پس منظر په اړه، چې نن سهار رامنځ ته شوه خپل تحقیقات کوو، خو اوس مونږ دې پیښې او زموږ د ایتلاف د سرتیرو په وژنې سره خواشینې یو او د تل په شان کله، چې د وسلې د استفادې مسئله راځي، نو موږ په ډیر دقت سره د هغې د لاملونو په اړه تحقیقات کوو.

خو د اوس لپاره زموږ تحقیقات په لومړنیو پړاوونو کې دي او لا نشو کولای دې پوښتنو ته ځواب ورکړو."

فرانسه اوس مهال په افغانستان کې څه باندې دریم زره سرتیري لري، چې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې د فرانسې شاوخوا اتیا سرتیري وژل شوي.

خو د فرانسې حکومت د وروستۍ پیښې په اړه دا تند غبرګون پداسې حال کې ښودلې، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په لومړیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک شي.

د افغان ځواکونو روزنه ددغو اړیکو یوه مهمه برخه جوړوي، خو دا لا نده معلومه، چې د فرانسې دا پریکړه به تر کومه حده پدې برخه کې ستونزې وزیږوي.
XS
SM
MD
LG