د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

"په امریکا او اروپا کې اقتصادي بحران د افغان ملي اردو په راتلونکې هم تاثیر لري"


اندریس فوګ راسموسن
اندریس فوګ راسموسن
اندریس فوګ راسموسن تیره ورځ وویل، د افغان امنیتي ځواکونو شمېر به له هغه تخمین کم وي چې له دې نه وړاندې کیده.

ناټو تړون په پلان درلود چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه د افغان ځواکونو شمېر څه د پاسه درې نیم لکو سرتیرو ته ورسوي.

خو د رویترز خبري اژانس په وینا اوس امریکا او ناټو پر دې بحث کوي چې د پخوانۍ شمیرې په مقایسه وړوکۍ افغان امنیتي ځواک جوړ کړي څو د لنډ وخت لپاره د افغانستان د امنیت او ثبات د ساتلو توان ولري.

راسموسن د لیتوینیا په پایتخت کې خبریالانو ته وویل، له مالي نظره به افغان حکومت ته دا ګرانه وي چې یوه لویه اردو وساتي او په دې برخه کې به د نړېوالو مرستو ته اړتیا ولري.

د نوموړي په وینا د افغان امنیتي ځواکونو شمېر به د افغانستان اوسنیو شرایطو ته پام سره ټاکل کیږي.

د رویترز خبري اژانس په وینا په راتلونکې کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو د مرستو څرنګوالۍ او اندازه به د ناټو په راتلونکې غونډه کې چې په مۍ میاشت کې په شیکاګو کې جوړوي، څرګند شي.

افغان حکومت به له ۲۰۱۴میلادي کال وروسته چې نړېوال ځواکونه له دې هېواد څخه ووځي، په کلني ډول د امنیتي ځواکونو د لګښتونو لپاره ۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.

همدې ته په کتنې سره دیپلوماټان وايي، چې له دوه نیم لکو سرتیرو جوړ یو افغان ځواک به مناسبه قوه وي.

خو په واشنګټن کې بیا ځیني دا اندیښنه لري چې ورکوټۍ ځواک به د افغانستان د امنیت د ټینګولو توان ونه لري.
XS
SM
MD
LG