د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو مظاهره وکړه


د کونړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په سلګونو اوسیدونکو دنړیوالو ځواکونو پر خلاف مظاهره وکړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې باید پر نړیوالو ځواکونو فشار راوړي څو د دوى په سیمه کې له عملیاتو لاس واخلي او که عملیاتو ته دوام ورکوي نو د دیوه ګل اوسیدونکوته دي بل ځاي کې د استوګنې غم وخوري.

دوي وویل دتیري سه شنبې دشپې او ورځې عملیاتو کې يي ۷ بېګناه کسان وژل شوي دي او حکومت دې د دوى پوښتنه وکړي.

دکونړ والي فضل الله وحیدي هم وايي چې د نړیوالو ځواکونو په شويو عملیاتو کې ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ولس چې غوښتنې کوی دوى يې هم ملاتړ کوي. هغه وايي باید چې د شپي او خپلسري عملیات پاى ته ورسول شي.

نړیوال ځواکونو دعملیاتو په لومړۍ ورځ خبري رسنیو ته وویل چې نهه تنه وسله وال وژلي دي.

دمظاهري په منځ کې هغه دوه لس کلن ماشومان هم موجودو چې چا خپلې کورنۍ له لاسه ورکړي وي، کله چې دغو ماشومانو ازادۍ راډیو سره خبرې کولې د دوى او د مظاهرې د ګڼو ګډونوالو سترګې له اوښکو ډکې وې او سلګۍ يې وهلې. د نېک محمد په نوم يوه ماشوم وويل، مور و پلار يې وژل شوي.

د شېردل په نامه به ماشوم وويل:

“یو مې پلارو،یو مې نیکه واو یو مې ورور و. هېڅ وسلې ورسره نه وې .موږ نور د شپې عملیات نه غواړو ،نور دې پر موږ ظلم نه کوي“

د مظاهرې ګډونوالو ویل چې باید دولت او نړیواله ټولنه په دې پوه شي چې د دیوه ګل خلک نور د دغه ډول بېځایه وژنو او عملیاتو توان نه لري او باید چې دشپې او دغه شان خپلسري عملیات پاى ته ورسوي.

د کونړ يوه اوسېدونکي او د مظاهرې ګډونوال وويل:

”په دیوه ګل کې شورا جوړه ده، وکیلان مو موجود دي ولسوالان مو موجود دي، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او هرڅه فعال دي، یوازې دغه کلي کې چې په کې پېښه شوې ۶۶ تنه په ملي اردو کې دي.زموږ غوښتنه دا ده چې عملیات دې بند کړي“

تر دې وړاندې هم دېته ورته پیښي دهیواد په بیلابیلو سیمو کې شوي او افغانانو پرې خپله غوسه څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG