د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

"د کال تر پایه به خپله ۸۲سلنه بودیجه مصرف کړو"


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي
د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوي خپله ډیره پراختیایي بودیجه په بهرکې سفارتونو او قونسلګرېو ته د ودانیو په اخیستلو او د سفارتونو د ودانیو په رغولو لګوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ازادۍ راډیو ته دا ونه ویل، چې تر اوسه پورې یې څومره بودیجه لګولې خو زیاته یې کړه چې د روان ۱۳۹۰ هجري لمریز کال تر پایه پورې به د لګول شوې پراختیایي بودیجې فیصدي له اتیاوو پورته شي:

(د بهرنیو چارو وزارت د۱۳۹۰ کال پراختیایي بودیجه دولس اعشاریه پنځه میلیونه امریکایي ډالر کیږي، له دې بودیجې نه د بهرنیو چارو وزارت کولای شي د کال تر پایه پورې لس اعشاریه درویشت میلیونه ډالره چې دوه اتیا فیصده کیږي مصرف کړي.)

موسی زي وایي، د بهرنیو چارو وزارت سږ کال په خپلو لوېو پروژو کې د ایټالیا په پایتخت روم کې سفارت جوړ کړ، د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې یې د افغانستان سفارت ته ودانې واخیسته، په ناروې او برلین کې یې سفارتونه جوړ کړل او د کاناډا په تورنتو او اوتاوا ښارونو کې یې د قونسلګریو لپاره ودانۍ او ځمکه واخیسته.

د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د اتیا فیصدو پراختیایي بودیجې د مصرف خبره کوي، چې د مالیې وزارت وایي چې دغه وزارت تر اوسه پنځه فیصده پراختیایي بودیجه لګولې ده.


د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس یې په اړه وایي:


(دوي تر اوسه پنځه فیصده پراختیایي بودیجه لګولې او دوي تر اوسه همدومره پیسې انتقال کړي.

مالیې وزارت هغه وخت مصرف ښیي چې پیسې انتقال شي، خو دوي هم ځینې دلیلونه لري، دوي وایي چې موږ په ناروې کې د افغانستان سفارت لپاره ځمکه اخیستې، دا امکان لري چې تر نهایي کیدو پورې یې د بودیجې په مصرف کې بدلون راشي.)

خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوي د مصرف شوې بودیجې اسناد په ځنډ سره ترلاسه کیږي او همدا لامل دی چې د مالیې وزارت سره تر اوسه نه دي ثبت شوي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، چې پراختیایي بودیجه یې په بهر کې لګول کیږي نو همدا لامل دی چې په اسنادو کې ځنډ راځي.

د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي چې د پراختیایي بودیجې د مصرف په وړاندې پرتې دي.

دوي وایي، په هر هېواد کې د تدارکاتو سیستم توپیر لري او کله چې دوي په بهر کې کومه ودانۍ اخلي نو د تدارکاتو کار یې څو میاشتې ځنډیږي.

کتونکي بیا پر بهرنیو چارو وزارت انتقاد کوي او وایي، چې د پراختیایي بودیجې په لګول کیدو کې پاتې راغلي.

احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه ښه پرمختګ نه دی کړی او همدا لامل دی چې پراختیایي بودیجه یې هم کمه لګول شوې:

(پراختیایي بودیجه د یوه وزارت په پرمختګ او پراختیا باندې لګیږي، په دې مانا چې وزارت باید سیاسي نماینده ګۍ زیاتې کړي، ودانې جوړې کړي، سیمینارونه جوړ کړي، کمپیوټرونه واخیستل شي، پراختیایي کارونه وشي، خو متاسفانه بهرنیو چارو وزارت دا کارونه نه دي کړي.

دا چې بهرنیو چارو وزارت پرمختګ نه دی کړی نو پراختیایي بودیجه یې هم نه ده لګولې،په دې وزارت کې لیاقت نشته.)

یو شمېر نور کارپوهان بیا وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کلونو کې له نړۍ سره ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کړې او د دغه وزارت بهرني سیاست هم مثبت بولي.

تر اوسه پورې د بهرنیو چارو وزارت یوازنی وزارت دی چې وایي د کال ترپایه به له اتیا فیصدو څخه زیاته پراختیایي بودیجه ولګوي.

له دې وړاندې یو شمېر وزارتونو ویلي وو،چې د کال تر پایه به پنځه اویا فیصده پراختیایي بودیجه ولګوي.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG