د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

وقاد: د پوهاوي بهير به په درېيو مياشتو کې پيل شي


ښاغلى وقاد
ښاغلى وقاد
د افغانستان د سولی عالی شورا وایی، چې دوی به د روان میلادی کال په لومړی ربع کی له وسله والو مخالفینو سره د افهام او تفهیم بهیر ته داخل شی.

د سولی عالی شورا وایی، چی تر اوسه پوری د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلی په سر خبری روانی دی او ددی خبرو له نتیجی وروسته به له وسله والو مخالفینو سره د سولی خبرو ته لار هواره شی.

د سولی عالی شورا همدا راز وایې چی له وسله والو مخالفینو سره سولی ته له افغانستان څخه پاکستان ډیره اړتیا لري چی پدی برخه کی یی همکاری ډیره مهمه ده.

پدی اړه زموږ همکاری ذکیی غیاثی نذیرد سولی د عالی شورا له غړی او د عامه پوهای او تبلیغاتو د کمیټی له مشر قاضی محمد امین وقاد سره مرکه کړي او په سرکی یی په قطر کی د وسله والومخالفینو لپاره د خبرو اترو د زمینی د برابرولو په برخه کی د پرمختګونو پوښتنه کړي، چې په ځواب کی یی ښاغلی وقاد وایی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG