د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د ولسي جرګې دوهم تقنیني کال به د سلواغې په لومړی نېټه پیل شي


د کابیني پاتې غړو ته د باور د رایو ورکول، د بودیجې پر قطعي بحث او د یو لړ مهمو قوانینو تصویبول، د ولسي جرګې د دوهم تقنیني کال په لومړیتوبونو کې شامل دي.

د ولسي جرګې اداري هیئت وایي، پر هغو موضوعګانو به رغنده بحثونه وکړي چې د جرګې په تیر کال کې، پرې خبرې شوي خو پریکړې ورباندې نه دی شوی.

د موضوع په هکله د جرګې منشي عبدالقادر قلاتوال د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل:

«د یوزرو درې نهه اتیا یم کال د بودیجې قطعیه، د تدارکاتو او انتخاباتو پر قانون بحثونه، نوېو وزیرانو او د ځینو نورو ارګانونو مسئولینو ته د اعتماد د رایو ورکول او شمېر نور قوانین هغه موضوعګانې دي، چې ولسي جرګه به پرې بحث وکړي، ممکن په ځینو قوانیو کې بدلونونه راشي.»

د ولسي جرګې د تیر تقنیني کال د پیل څه باندې میاشت، د جرګې د رییس او اداري هیئت په ټاکلو تیره شوه.

له هغې وروسته د انتخاباتو قانون، د سترې محکمې رییس، لوی څارنوال، ځانګړې محکمه او د ولسي جرګې د نهو غړو پر ځای د نهو نورو کاندیدانو ځای پرځای کېدل هغه موضوعګانې وې چې پر سر یي د جرګې او حکومت ترمنځ کړکېچ رامنځته او جرګه تر ډیره ځایه په همدغو مسئلو بوخته پاتې شوه.

سربیره پر دې په جرګه کې ځیني سیاسي حرکتونه وشول، یو شمېر پارلماني ګروپونه هم جوړ شول او د جرګې ډیر وخت هم د جرګې د غړو په خپل منځي اختلافاتو او هم له دولت سره په ناندرو کې تیر شو.

د سیاسي چارو ځیني پوهان وایي، بیا هم خوشبینه نه دی چې ولسي جرګې به د سیاسي موضوعګانو پر ځای د جرګې کورنیو دندو ته پام وکړي.

کارپوه زبیر شفیقی وایي:

«د ولسي جرګې د دې دورې یوه ستونزه دا ده چې د دوي ډیر وخت په سیاسي فعالیتونو تیریږي، که بیا هم دا حرکتونه دوام وکړي، هغه تمه چې ملت یي ځیني لري، هغه خدمت به ورته ونه شي.»

اوس مهال د حکومت اوه وزارتونه د سرپرستو له خوا اداره کېږي، جرګې په تیر تقنیني کال کې ډیر تاکېد وکړ چې حکومت دې ورته نوي وزیران ور وپیژني، خو د جرګې د کاري کال تر پای پورې دا کار ونه شو.

حکومت وایي، د ولسي جرګې د نوي تقنیني کال په سر کې به د جرګې د اداري هیئت له ټاکل کېدو وروسته، نوي وزیران ور معرفي کړي.

خان محمد سیند، کابل
XS
SM
MD
LG