د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د بدخشان زیانمنو ته مرستې د هوا له لارې ورسول شوې


د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وايي، چې نن یې د هوا له لارې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې واورو ځپلو خلکو ته مرستې ورسولې.

پخوا تر دې د بدخشان ځینو ځایي چارواکو شکایت کړی و، چې د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې په تیرو دریو ورځو کې برف کوچونو خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي، خو اړوندو ادارو د مرستې له لپاره ځان نه دی ور رسولی.

د بدخشان چارواکي وايي، چې په دې برف کوچونو کې شپږویشت تنه مړه او څلور څلویښت نور ټپیان دي.

د سرې میاشتې ویاند ولید اکبري سروري مني، چې د لارو د بندیدو له امله د دوی مرستې هم ځنډیدلي دي.

له ښاغلي سروري سره زموږ همکار احمدزبیر ژمن مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG