د افغانستان د مالیې چارو د وزیر حضرت عمر زاخیلوال په مشرۍ یوه افغاني هیات له پاکستاني چارواکو سره وکتل او په بیلا بیلو برخو کې توافق ته ورسیدل.
زاخېلوال ازادي راډیو سره مرکې کې وویل، د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډې کې پاکستانې لورې موافقه وکړه، چې د افغان سوداګرو هغه سلګونه کانټینرونه به د یوې اوونۍ په مودې کې خوشې کړې چې له څو اونیو راهیسې په کراچۍ او پیښور کې بند دي.
د افغانستان د مالیې وزیر وویل، پاکستانې چارواکو د افغاني سوداګرو په مالونو باندې ترانسپورټې لګښتونه پورته کړې او په دې اړه یې له مقابل لورې سره خبرې وکړې.
ده زیاته کړه، پاکستاني لوري ژمنه وکړه، چې د جلال آباد – طورخم د سړک د پروژې په ګډون به په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه ډېر ژر بېرته پیل او پروژې به سرته ورسوي.
د افغانستان د معارف وزارت معین اصف ننګ هم له خپلو پاکستاني سیالانو سره وکتل او د افغان محصلانو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
پاکستاني لورې په دې برخه کې د زیاتو مرستو او نورو بورسونو وعده وکړه.
د افغاني هیات بل غړي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین غلام نبي فراهي د پاکستان د اطلاعاتو له وزیرې ډاکترې فردوس عاشق اعوان سره وکتل او په اړوندو مسالو یې خبرې وکړې.
دواړه په خپلو کې د همکاریو په پراخولو سلا شول.
ښاغلي فراهي له میرمن اعوان څخه وغوښتل، چې افغاني تلویزیوني چینلو ته دې په پاکستان کې د کیبلي خپرونو له لارې اجازه ورکړي؛ ترڅو افغاني خپرونې په ټول پاکستان کې د کیبل له لارې وکتل شي.
عاشق اعوان د فراهي په ځواب کې وویل، په دې لړ کې پاکستان خپل یو قانون لري او هر چینل باید په کال کې یوه ټاکلی اندازه پیسې ورکړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ معیین د اعوان په ځواب کې وویل، افغاني چینلونه د پیسو ورکولو توان نه لري او لکه څنګه چې په افغانستان کې پاکستاني چینلونه په عام کیبل کې کتل کیږي، پاکستان هم باید ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزېرې فردوس عاشق اعوان ژمنه وکړه، چې د دې مسالې د حل کولو هڅه به وکړي.