د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۱

د افغانستان لپاره د م.م نوی ځانګړی استازی کابل ته راورسید


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی "یان کوبیش"
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ځانګړی استازی "یان کوبیش"
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي د کار د پیل هر کلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې یان کوبیش به د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د هڅو په همغږي کولو کې مهم رول ولوبوي.

یان کوبیش د سې شنبې په ورځ ناوخته کابل ته راورسید او د چهار شنبې په ورځ سهار یې په کابل کې له افغان ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

د بهرنیو چارووزارت ویاند جانان موسی زي ازادي راډیو ته وویل، چې یان کوبیش د سیمې په کچه د ملګرو ملتونو تجربه کار ډیپلومات دی او کولای شي د افغانستان په چارو کې رغنده رول ولوبوي.

″ښاغلی کوبیش د ملګرو ملتونو یو تکړه او سابقه دار ډیپلومات دی، چې مخکې یې په سیمه کې ډېر تجربې ترلاسه کړي، د ملګروملتونو د عمومي منشي باور هم په کراتو کراتو په ده باندې تکرار شوې ده.

موږ هیله مند یو چې د ده ترمشرۍ لاندې د افغانستان حکومت او د یوناما ترمنځ همکاري او ګډکار چې پخوا هم موجود وو؛ لا ورغیږي او د افغانستان د خلکو او سولې په ګټه ادامه پیدا کړي.″

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی یان کوبیش په داسې حال کې کابل ته راغلی چې په هېواد کې د امنیت د انتقال بهیر روان دی.

کوبیش کابل ته د رسیدو په مهال د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې په لنډو خبرو کې د افغانستان روانه وضعه حساسه وبلله او ویې ویل، چې هڅه کوي د افغان دولت او خلکو د یو ښه همکار په توګه پاتې شي.

″زه سترګې په لار یم چې دلته کار وکړم، زه دې ته هم سترګې په لاریم چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په بهیر کې دلته اوسم او د افغان دولت او خلکو یو ښه همکار اوسم.

زه په داسې حال کې د یوې ښې همکارۍ لپاره هڅه کوم، چې افغانستان د خپل پرمختګ یو نوي پړاو ته ننوځي.

ملګري ملتونه تل دې ته چمتو دي، چې له افغانستان سره ترخپلې وسې پورې مرسته وکړي.″

له یان کوبیش څخه مخکې سټیفن ډیمیسټورا په افغانستان کې په دې پوست کار کاوه.

خو ځینې افغان کتونکي اندیښنه څرګندوي، چې یان کوبیش د افغانستان د روانو حالاتو په اړه معلومات نه لري او د دې هیواد په چارو کې به هم رول ونه شي لوبولی.

یان کوبیش د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون له خوا په افغانستان کې د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د مشر په توګه وګمارل شو.

کوبیش له دې مخکې د اروپا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمیسیون اجرایوي منشي و او نوموړی د سلواک جمهوریت اوسیدونکی دی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG