د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د پاکستان ملکي حکومت د سقوط په درشل کې


د پاکستان صدراعظم ګېلاني د کابينې له غړو او پوځي چارواکو سره
د پاکستان صدراعظم ګېلاني د کابينې له غړو او پوځي چارواکو سره
د پاکستان ملکي حکومت د یو شمیر سیاسي څیړونکو په بارو ښایي سقوط وکړي او په امریکا کې ځیني دا اندیښنه لري چې له دې سره به په افغانستان کې د روغې جوړې هڅې ټکنۍ شي.


په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ هغه مهال پسې ژور شو چې د سترې محکمې او ملکي حکومت تر منځ مخالفت پیدا شو. مخکې داسې هم ویل شوې وو چې د امریکا ملاتړی ملکي حکومت ممکن پوځیان ړنګ کړي.

د پاکستان ستره محکمه له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د دې له امله تحقیقات کوي چې دا محکمه تور پورې کوي چې ګیلاني د سترې محکمې له دې غوښتنې سرغړونه کړې ده چې د ولسمشر اصف علی زرداري د اداري فساد دوسیې وڅیړي.

د همدې لپاره سترې محکمې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ګیلانی دې محاکمې ته راشي.

د سترې محکمې له اعلان وروسته د دوشنبې په ورځ ګیلاني پارلمان ته وویل:
« موږ هر وخت د محکمې درناوی کړی دی. سترې محکمې زه احضار کړی یم او د محکمې د احترام لپاره زه ورځم، زه ورځم»
ګیلاني که یوه لور ته ژمنه کړې ده چې محکمې ته به ورشي خو پوځ او قضایي ادارو ته یې خبرداری ورکړی دی چې دیموکراسي باید وساتل شي.

که چیرته ستره محکمه دا ثابته کړي چې ګیلاني د دوی له غوښتنې سرغړونه کړې ده نو له هغه به واک واخیستل شي او محکمه دا واک هم لرې چې د دې سرغړونې له امله ګیلاني په شپږمیاشتو زندان محکوم کړي.

پاکستان هسې هم له نورو ستونزو سره مخامخ دی، یاغیانو دلته هلته جګړې پیل کړې دي او د پاکستان اقتصادي ستنې هم کمزورې شوې دي.

یو شمیر لویدیځ څیړونکي وایي د پاکستان سیاسي کړکېچ ښایي د امریکا پر دې هڅو هم منفي اغیز وکړي چې دغه هیواد په افغانستان کې د جګړې په ختمیدو کې همکارۍ ته هڅوي.

د پاکستان سترې محکمې پخوا لا له زداري سره ستونزې لرلې او پر هغه یې فشار راوستی و چې د محکمې فرمان یې تر پښو لاندې کړی دی.

د پاکستان پوځ له ملکي حکومته دا ګیله لري چې وایي، تیرکال یې واشنګتن ته لیک استولی و چې په پاکستان کې د پوځي کودتا مخه ونیسي. نو د ځینو سیاسي څیړونکو په باور د پوځ او سترې محکمې د فشارونو له کبله ښایي د پاکستان ملکي حکومت سقوط وکړي
XS
SM
MD
LG