د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

احمدزى: موږ خپل مرستندوى پروګرام د کليوالو په مرسته پرمخ بيايو


امیرزاده احمدزی د People In Need (PIN)يا "انسان په تنګسه کې" نادولتی مرستندویی موسسی دپروګرام مشر وایی که چیرې مرستې او کومکونه د ولایتي بیا رغونې دټیمونو پر ځای دنادولتي موسسو او یا د نادولتی موسسو پر ځای په خپله د افغان دولت له خوا ولګول شي نوډیرې به موثرې تمامې شي .

People In Need (PIN)يا "انسان په تنګسه کې" یوه چکی نړيواله نادولتي غیرمذهبی مرستندويه مؤسسه ده چې تقریبا شل کاله وړاندې د چک جمهوريت په پراګ کې د څو تنو لخوا رامنځ ته شوې، ورو ورو پراخه شوې او تر نن پورې يې د نړۍ په 37 هيوادونو کې فعاليتونه لرلي دي.

له 2001م کال راهيسې يې په افغانستان کې هم چارې پيل کړي دي او نن ورځ د مرستندويه پروژو په پلي کولو کې د افغانستان د دولت د سترو قرارداديانو په ليکه کې ګڼل کيږي.

سلطان محمد سرور له ښاغلی امیر زاده احمدزی سره په مرکه کی لومړی ترې پوښتلي چی دوی په کومو سیمو کی پروژی او پروګرامونه لري .


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG