د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۳

کابل:د قران کریم تر ټولو لویه په لاس لیکل شوې نسخه، بشپړه او وکتل شوه


په افغانستان کې په لاس لیکل شوې او نقاشي شوې د قرانکریم تر ټولو لویه نسخه، بشپړه او د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په سلګونو متدینو وکته او د هغې درناوی یي وکړ.

دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د ټولو مسلمانانو مذهبي کتاب
« قرانکریم » په دومره لویي قطع او صحافت تدوینـیـږی.

د دې نسخې لیکونکي د پروان ولایت اوسیدونکي محمد صابر یاقوت حسینی خدري نومیږي او وایي چې د قرانکریم دا ستره نسخه یي په پنځه کلونو کې
ټوله په ګوتو کیلي او نقاشي کړې ده.

نوموړي په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د خپل ارمان او هڅو په هکله وویل:


«له هغې ځایه چې دا اندیشه خدای ته د نږدې کېدو یو اعتقادي او ارماني حرکت و، هڅه مې وکړه او د خدای په مرسته مې د خپلو نهو شاګردانو سره په پنځه کلونو کې بشپړ کړ، دا زما د ژوند لویه ازموینه وه.»

په لاس لیکل شوی د قرانکریم دغه بشپړه نسخه« دوه اعشاریه اته ویشت متره اوږدوالی، یو اعشاریه پنځه پنځوس متره سور، اتلس سانتي متره پیړوالی او دوه سوه اتلس پاڼې لري.

یاده نسخه د خطاطی په لوړ مهارت لیکل شوې او له پیله تر پایه پورې د اسلامي فرهنګ په میناتوري سينګار شوې ده.

د نسخې دواړه وقایي له څرمني جوړې او په منځ کې یي د سروزرو په اوبو ( قرانکریم ) لیکل شوې دی.

د مشرانو جرګې ریيس فضل الهادی مسلم یار، د جرګې له خوا لیکونکي او دده نهو شاګردانو ته ستاینلیکونه ورکړل، د دوي هڅې يي د قدر وړ وګڼلې، او ویی ویل:

« قران د ټولو مسلمانانو کتاب دی، خو موږ ویاړو چې زموږ په هېواد کې داسې یو ستر قران په زحمت سره په ګوتو لیکل کیږي، خلکو ته وښودل شوه چې زموږ خلک که په هر حالت کې وي، بیا هم خپل دین او فرهنګ سره مینه لري.»

د قرانکریم دغه لویه په لاس لیکل شوې نسخه په کابل کې د حکیم ناصر خسرو بلخي د عامې کتابخانې په تالار کې ایښودل شوې ده.

د دې نسخې لیکل، د حج او اوقافو د وزارت په موافقې او د سترې محکمې د فتوا له مخې پیل شوی وو.

یاده نسخه په ترکیه کې چاپ او لګښت یي د هېواد یو روحانی شخصیت په غاړه اخیستی و .

راپورخان محمدسیند کابل
XS
SM
MD
LG