د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

د ولسمشر اوباما اداره د سولې يه اړه د منځګړي په توګه هلې ځلې کوي


د ولسمشربارک اوباما اداره په افغانستان کې د سولې د یوې موافقې د رامنځ ته کېدو لپاره د منځګړي په توګه هلې ځلې کوي.

رویټر اژانس لیکې، امریکا غواړي چې په قطر کې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د سولې د یوې موافقې د نهايي کولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو یوه بله لړۍ پيل کړي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن به له ولسمشر کرزي او د سعودي عربستان، ترکېې او متحده عربي اماراتو له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هم په قطر کې د طالبانو د دفتر او د افغانستان په مسله کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې د یوې موافقې پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

د ولسمشر بارک اوباما د ادارې د دیپلوماتیکو هڅو په تازه موج کې به د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمن هڅه وکړي، چې ولسمشر حامد کرزی دې ته قانع کړي چې د سولې د خبرو د موفقیت لپاره ځينی ضروري ګامونه واخلي چې په هغه کې په افغان حکومت کې طالبانو ته د رول ورکولو مسله هم شاملیږي، مارک ګروسمن به د روانې اونۍ په پای کې سیمې ته ولاړ شي.

د ده هدف دا دی، چې د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرې چې اوس مهال تر ډیره حده د دوه اړخیز باور د رامنځ ته کولو د هڅو په لوژیستیکې اړخ راڅرخي یوې نوې مرحلې ته پرمختګ وکړي.

یوه امریکايي چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د رویټرز اژانس ته ویلي:

( موږ غواړو چې مذاکرې د اعتماد د رامنځ ته کولو د اقداماتو له حد څخه د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پړاو ته ورسیږي.)

د دیپلوماتیکو هڅو په دې تازه لړۍ کې له ګوانتنامو څخه قطر ته د طالبانو د یو شمېر بندیانو د انتقال امکان هم په کې شاملیږي، د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما د ادارې د هڅو یوه عمده برخه ګڼل کېږي.

له دې هڅو څخه د ولسمشرحامد کرزي ملاتړ به د اعتماد رامنځ ته کولو پلان به چې، په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدل، له ګوانتنامو څخه د بندیانو انتقال، له تروریستي سازمانونو څخه د طالبانو د جلاکېدو ژمنه او سیاسي مذاکرو ته د هغوي اماده ګي په کې شاملیږي سرته ورسوي.

رویټرز اژانس لیکي، ولسمشر حامد کرزی په دې مسله کې ډیر کلیدي رول لري ځکه د امریکايي دپلوماتانو په حواله، ښاغلي کرزي یوه میاشت مخکې یې د دې مذاکرو په وړاندې د امریکا پر دریځ شک څرګند کړی وو او د دې پروسې د تم کېدو غوښتنه یې کړې وه.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن ویلي، چې له طالبانو سره د دوي خبرې په ابتدایي مراحلو کې دي:

(تراوسه هیڅ خبره نه دې قطعي شوې، موږ لا هم په ابتدايي مراحلو کې یو او دا ازمویو چې څرنګه دا پروسه بریالي کېږي.

موږ هغو سرو کرښو ته چې تل مو ټینګار ورباندې کړی، متعهد یو.)

میرمن کلنتن وویل، چې تر اوسه د طالبانو د بندیانو د خلاصولو په اړه هم هیڅ پریکړه نه ده شوې، خو دا یې رد نه کړه چې مذاکرو ته د حاضریدو په مقابل کې او د دوه اړخیز باور د رامنځ ته کولو لپاره له ګوانتنامو څخه قطر ته د طالبانو د بندیانو د لیږدولو پر امکان غور وشي.

د اسوشیتد پریس په حواله، په هغو بندیانو کې چې ښايي له ګوانتنامو څخه یې قطر ته د لیږدولو پر امکان خبرې شوې وي د طالبانو په رژیم کې د هرات والي ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو یو لوی قوماندان ملامحمد فضل شامل دی.
XS
SM
MD
LG