په افغان دولتي ادارو کې د فساد د شتون په اړه د ځینو نورو اندیښنو ترڅنګ اوس تر ډیره دا ویره هم څرګندیږي، که د دې پدیدی په وړاندې جدي مبارزه ونشي، نو له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د نظام بقا هم له ستونزو سره مخامخ شي.
د اصلاح غوښتونکو بهیر، چې له تیر یو کال راهیسې په دې برخه کې هلې ځلې کوي وایي، چې د اداري فساد پر ضد مبارزه باید د تروریزم په خلاف د روانې مبارزې په څیر جدي شي.
د دې بهیر مشر عبداله خداد د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې په څرنګوالي اندیښنه څرګنده کړه:
"په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستلو له اعلان سره سم دا اندیښنه رامنځ ته شوې، چې د پراخ فساد په موجودیت کې افغان حکومت نشي کولاې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې او دیموکراتیک ارزښتونه خوندي کړي.
له دې سره جوخت دا هم نا ممکنه نه ده، چې نظام پاش پاش شي او افغانستان یو ځلي بیا په یو کورني کړکیچ کې ښکیل شي."
د دې بهیر په وینا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د نظام د بقا ستونزه ځکه هم د اندیښنې وړ مسئله ده، چې په حکومتي ادارو کې د اداري فساد پر ضد د حکومت موجوده چلند د خلکو د نارضایت اسباب برابر کړي دي.
د دې بهیر مشر له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې له وتلو مخکې باید داسې ضمانتونه وړاندې کړي، چې افغانستان یو ځلې بیا د ګاونډیو هېوادنو د لاس وهنو په مرکز بدل نشي.
د اصلاح غوښتونکو بهیر له خوا د فساد په اړه دا انديښنه په داسې حال کې ښودل شوې، چې همدا اوس افغان حکومت د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره څو بېلابېلې ادارې جوړې کړي.
خو د اصلاح غوښتونکو د بهیر مرستیال اسار حکیمي وویل، چې د فساد په وړاندې مبارزه باید له حکومت له کنټروله وویستلې شي او د یوې خپلواکې ادارې له خوا پرمخ بوتلای شي:
"دغه فساد د دې لامل شوې، چې نن په افغان حکومت کې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره دولس ادارې جوړې شي او خپله دا ادارې شکایت کوي، چې د ادارو تعدد خپله یو فساد دې.
زموږ وړاندېز دا دې، چې که افغان حکومت د فساد پر ضد د مبارزې اراده لري، یوه ورځ به خپله دې ته اړ شي، چې د فساد په وړاندې یوه خپلواکه اداره رامنځ ته کړي.
که حکومت دا اراده نه لري، نو په ډاډ سره ویلې شم، چې د افغان حکومت دوام به هم له ګواښ سره مخ شي."
د اصلاح غوښتونکو بهیر له خوا دا خبردارې په داسې حال کې ورکړل شوې، چې خپله افغان مشران هم دا مني، چې د اداري فساد پر ضد د دوي مبارزه له ځینو ستونزو سره مخ ده.
د فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې مشر هم دا تایید کړې، چې په هېواد کې د قانون نه پلتیا، د اداري فساد پر ضد د مبارزو د ادارو او ستراتیژیو کثرت هغه څه دي، چې د دوي هڅې یي له خنډ سره مخا مخ کړي.
په افغان دولتي ادارو کې فساد د دې لامل هم ګرځیدلی، چې د افغان دولت او د نړېوالو متحدینو ترمنځ یي اړیکې حساسې کړي او مرسته کوونکي زیاته مرسته په خپل لاس ولګوي، خو افغان حکومت د بهرنیو دا چلند د فساد د ودې یو اساسي علت بولي.