د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره هڅې روانې دي


د امریکا د اپوزسیون ګوند دننه انتخابات روان دي څو د نومبر په میاشت کې د بارک اوباما په وړاندې یو کاندید غوره کړي.

په نیوهمپشیر کې د انتخاباتو په ترڅ کې میت رومني تر ران پاول مخکې شو. پاول په دې نظر دی چې باید له افغانستانه د امریکا پوځیان ژر تر ژره ووځي.

د امریکا د ماسیاچوست ایالت پخوانی ګورنر میتي رومني د جمهوري غوښتونکو لپاره د نیو همپشیر انتخابات وګټل او یو ستر ګام مخکې شو څو د بارک اوباما په وړاندې د جمهوري غوښتونکو له لورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودریږي.

رومني نهه دیرش فیصده رایي خپلې کړې او په دې توګه یې له خپل سیال ران پاول څخه چې په کانګرس کې د تکساس استازی دی، شپاړس فیصده ډیرې رایي وګټلې.

یوه اونۍ مخکې هم رومني په ایوا کې په لږ توپير انتخابات وړي وو. اوس د جنوري په یوویشتمه د جنوبي کارولینا انتخابات د رومني لپاره مهمه دي چې ویې ګټي.

په نیو همپشیر کې د انتخاباتو تر ګټلو وروسته رومني خپلو ملاتړیو ته د جنوبي کارولینا د انتخاباتو او بیا په نومبر کې د دیموکرات ګوند له کاندید بارک اوباما سره د انتخاباتو مسالو ته اشاره وکړه او پر بارک اوباما یې انتقاد وکړ:

« ولسمشر له نظریاتو خالي دی. هغه اوس نور معذرتونه هم نه لري نن شپه زه د جنوبي کارولینا له شریفو خلکو هیله کوم چې د نیوهمپشیر له خلکو سره لاس یو کړي څو دوه زره دولسم کال د هغه له ګټې وباسي»

داسې ښکارې چې رومني د جمهوري غوښتونکو په منځ کې مهم سیال نه لري، خو پاول په ده پسې دوهم شو، درویشت فیصده رایي یې خپلې کړې او تر دې مخکې په ایوا کې دریم شوی وو. اما د سیاسي چارو څیړونکي وایي چې پاول به د رومني په وړاندې په خپل ګوند کې سیالي پر مخ بوځي.

پاول په فردي ازادۍ ډیر باور لري، دی د پوځي بودیجې د کمیدو غوښتونکی دی، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو پلوي کوي او د مخدر موادو د قانوني کولو طرفدار دی
.

سیاسي څیړونکي د یوتا پخوانی ګورنر جان هنټسمن ته هم په دې نظر ګوري چې ممکن دی د جمهوري غوښتونکو کاندیدي وګټي. هنټسمن په نیوهمپشیر کې اوولس فیصده رایي خپلې کړې خو دی لاهم د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د لست په اخره کې دی.

هنټسمن اوباما په چین کې سفیر کړی و چې له دې امله جمهوري غوښتونکي ده ته په دې سترګه ګوري چې له اوباما سره سخت مخالف نه دی.

د دغو دریو کاندیدانو مبارزه به یو شمیر نور کاندیدان چې په نیو همپشیر کې یې ستونزه لرله په راتلونکې کې سخته کړي.
XS
SM
MD
LG