د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

مشکوکو بې پيلوټه الوتکو یوارې بیا پر وزیرستان برید کړی


په شمالي وزیرستان کې باخبره سرچینې وايي، د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په تازه برید کې درې تنه بهرني وسله وال جنګيالي وژل شوي.

دا برید تیره شپه ناوخته مهال د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه بازار ته څیرمه پر یوه کور شوی.

په سیمه کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چې دغو الوتکو بیګا د شپې پر یوه نیمه بجه میرانشاه بازار ته څيرمه پر یوه کور څو توغندي وتوغول، چې له امله یې یاد کور سخت زیانمن شو او درې تنه بهرني وسله وال پکې ووژل شول.

پاکستاني مقامات په رسمي ډول د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په باب رسنیو ته معلومات نه ورکوي، خو په سیمه کې یوه استخباراتي مسوول دا منلې؛ چې وژل شوي کسان بهرني وسله وال جنګيالي وو، خو د هويت په اړه یې بې خبري ښودلې.

پر شمالي وزیرستان له دې وړاندې وروستی برید د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر اوولسمه نیټه شوی و.

په شمالي وزیرستان کې پر افغان طالبانو سربیره عرب، چیچن، ازبک، تاجک او د یوشمير نورو هیوادونو ګڼ شمېر جنګيالي مرکزونه لري، چې ډیری یې د القاعده او حقاني ډلو له خوا حمایه کیږي.

پر شمالي وزیرستان دا برید په داسې حال کې شوی، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د افغانستان پولې ته څیرمه د مومندو په قبایلي سیمه کې د ناټو هلیکوپټرو د پاکستاني پوځ پر پوستو برید وکړ او ۲۴ پوځيان یې ووژل.

که څه هم ناټو او امریکايي مقاماتو دا پيښه د پاکستان له لوري په سرحدي سیمو کې د خپلو پوستو په باب د ناسمو معلوماتو شریکول او د شپې تیارې له وجې یوه تیروتنه بللې خو پاکستان پرې سخت عکس العمل وښود او له امريکاسره یې نظامي او استخباراتي همکاري وځنډوله.

پاکستان تر دې پيښې وروسته د تورخم او چمن لارې په افغانستان کې د دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ وتړلې، چې لا هم تړلي دي.

د دې ترڅنګ یې شمسي هوايي اډه، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو به ترې پروازونه او پر قبایلي سیمو بریدونه کول هم له امريکايي پوځ څخه بیرته واخیسته.

پاکستان، چې له تیرو لسو کالو راهیسې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا همکار هیواد دی شکایت کوي، چې په دې موده کې یې د ګټې پرځای تاوان کړی او په مقابل کې یې هغسې، چې یې حق جوړیده امتیازات نه دي ورکړل شوي.

بل خوا د امريکا په ګډون د ناټو هیوادونه د پاکستان پر نیت شک کوي او دا هیواد په دوه مخې تګلاره تورنوي.
XS
SM
MD
LG