سره له دې چې حکومتي ادارې وایي، چې په بندرونو کې یي په یو او بل نوم د غیر قانوني پیسو د اخیستلو مخه نیولې، خو موټر چلوونکي شکایت کوي چې اوس هم په بندرونو کې له دوي څخه په ناحقه پیسې اخیستل کیږي.
دغه موټر چلوونکي وایي، د حق العبور او ترانسپورت له پیسو سربیره په بندرونو کې ور څخه د اضافي پیسو غوښتنه کیږي او که یي ورنه کړي نو راز راز ستونزې ورته جوړیږي.
څو تنو موټر چلوونکو د دوشنبې په ورځ د کابل په ارغندې چوک او څرخي پله کې په دې اړه ازادۍ راډیو ته خپل شکایتونه داسې بیان کړل:
" ۱- له ترانسپورت پرته د لغمان په دوسرکه کې هم یوځای دی چې کله شل او کله پنځوس افغانۍ له موږ نه اخلي او پارچه هم نه راکوي، نه پوهیږو چې دا پیسې ولې له موږ څخه اخلي.
۲- په لاره کې په یو او بل نوم له موږ څخه پیسې اخلي یوه پلمه دا وي چې تاسو ناوخته راغلئ، ان درې سوه او پنځه سوه افغانۍ هم له موږ څخه اخلي نه پوهیږو څه وکړو".
که څه هم د ترانسپورت وزارت چارواکو له دې نه وړاندې په څو ځلو ویلي، چې په کابل او ولایتونو کې په بندرونو کې له موټر چلوونکو څخه د اضافي پیسو د اخستلو مخه نیول شوې، خو د دې موټر چلوونکو دا شکایتونه ښیي چې اوس هم په بندرونو کې اداري فساد شته او څومره چې لازمه ده پوښتنه یې نه کیږي.
د ترانسپورت وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال چې د دوشنبې په ورځ یې د دې وزارت د یوه پلاوي په چوکاټ کې د کابل په ختیځ او لویدیځ کې د لویولارو له بندرونو څخه لیدنه وکړه وویل، چې په هر نوم او د هر چاه له خوا چې په ناحقه پیسې اخیستل کیږي، دوي به یې په اړه جدي څیړنې او لازم اقدام وکړي:
"داسې شکایتونه وو، چې زموږ په بندرونو کې پیسې شخصي جیبونو ته ورځي، زه هم دا نه ردوم چې ټولې پیسې منظمې را ټولیږي.
په دې اړه د ترانسپورت وزارت څیړنې جدي رواني دي او موږ یې څارو، که موږ ته په اړه یي انساد راوړل شي نو له دې ډول کسانو څخه به سختې پوښتنې وکړو".
تر دې وړاندې یو شمېر سوداګرو هم داسې شکایتونه کړي چې په کابل او ولایتونو کې په بندرونو کې له دوي څخه غیر مسووله کسان پیسې اخلي او که یې ورنکړي نو د دوي په خبره په یو او بل نوم ورته پلمې لټوي او کارونه یي نه خلاصوي.
د دې ترڅنګ موټر چلوونکي او سوداګر وایي، چې د رسمي بندرونو تر څنګ په لویو لارو کې هم له دوي څخه ځیني نامعلوم کسان پیسې غواړي او دې کار د دوي پر فعالیتونو بده اغیزه کړې.
دوي غوښتنه کوي، چې اړونده ادارې باید په دې برخه کې د دوي شکایتونو ته رسیدګي او په اړه یي جدي اقدامات وکړي.