د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

مشرف:د جنوری په وروستۍ لسیزه کې به خپل هېواد ته بیرته ستون شم


د پاکستان پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پرویز مشرف
د پاکستان پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پرویز مشرف
د پاکستان پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پرویز مشرف، چې د یکشنبې په ماښام یې له لندن څخه د تیلیفون له لارې په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوله خپلو پلويانو ته وویل، چې د روانې جنوري میاشتې په وروستۍ لسیزه کې به خپل هېواد ته بیرته ستون شي.

نوموړي، چې له واک څخه تر لیرې کیدو وروسته یي د ټول پاکستان مسلم لیګ په نوم سیاسي ګوند جوړ کړی په دې تیلیفوني کنفرانس کې وویل، چې دی به د ۲۰۱۳ کال په پارلماني ټولټاکنو کې د خپل ګوند په استازیتوب له چترال ځخه ځان کاندید کړي:

”زه خامخا راځم، که له قانوني مسايلو يا هم د ټروريزم له خطر سره مخامخ يم، بيا هم زه راځم، زما ځينو مخالفينو دا اوازه اچولې چې ښايي زه له وېرې يا هم د بندي کېدو له وېرې پاکستان ته لاړ نه شم“

بل خوا د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک رسنیو ته ویلي، چې مشرف په څو دوسیو کې محاکمو ته دنه حاضریدو له وجې دولت ته مطلوب دی او له را رسیدو سره سم به ونیول شي:

”د قانون له مخې هرڅوک چې مجرم وپېژندل شي، دا بيا د پوليسو دنده ده چې دا کس ونيسي. دا زه، د کورنيو چارو وزارت يا حکومت نه، بلکې قانون وايي. دا قانون به پر مشرف هم عملي کېږي“

نوموړي وویل، دولت قانون ته بشپړ درناوی لري او د همدې درناوي له مخې به امنيتي ادارې اړې وي، چې مشرف پاکستان ته په رسیدو سمدستي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

جنرال مشرف، چې د۱۹۹۹ میلادي کال د اکتوبر پر دولسمه نیټه د هغه وخت د لومړي وزیر نوازشریف د حکومت پرضد پوځي کودتاه وکړه او د ټوپک په زور یې ګوښه او تر څه بند وروسته یې د یوې پټې معاملې له مخې سعودي عربستان ته ولیږه.

مشرف په خپله نهه کلنه واکمنۍ کې د نورو پوځي دیکتاتورانو پشان له سرزورۍ کار اخیسته.

د بلوچستان یوې محکمې د ۲۰۱۱میلادي میلادي کال د نومبر پر لومړۍ نیټه هغه د دې ایالت د پخواني والي او د بلوچ ولسپاله سیاستوال نواب اکبر خان بګټي په وژنه کې په لاس درلودو تورن کړ او د سمدستي نیولو حکم یې صادر کړ.

نواب اکبر خان بګټي د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې په مرموز ډول د بلوچستان په کوهلو کې ووژل شو،پرویز مشرف نوموړی د پاکستان ضد فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی و.

د کارپوهانو په باور د پرویز مشرف یوه بله ستره تیروتنه د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې په اسلام اباد کې د دې هیواد د استخباراتي ادارې یا ISI مرکزي دفتر ته په لنډ واټن کې پر جامعه حفصه او لال جومات باندې د پوځ وسله وال برید و،چې په ترڅ کې یې نامعلوم شمير نارینه او ښځینه زده کوونکې ووژل شوې.

نوموړي اوس په داسې حال کې پاکستان ته د ستنیدو اعلان وکړ، چې دا هیواد لا وار دمخه له سیاسي بحرانونو سره مخامخ دی.

د پاکستان د پوځ او د ولسمشر آصف علي زرداري د ملکي ادارې ترمنځ د هغه پټ لیک په باب، چې ویل کیږي په واشنګټن کې د اسلام اباد دسفیر له لوري د امريکا د ګډو ځواکونو پخواني قوماندان امیر البحر مایک مولن ته لیږل شوی لا هم پټې لانجې او ناندرۍ روانې دي.

ویل کیږي، چې په دې لیک کې زرداري ښاغلي مولن ته لیکلي، چې لوی درستیز اشفاق پرویز کیاني غواړي د ده پرضد پوځي کوتاه وکړي.

که څه هم تر اوسه دا نده څرګنده، چې ښاغلی مشرف به په رښتیا هم په ټاکلې نیټه پاکستان ته ستون شي که نه، خو د کارپوهانو په باور د نوموړي بیرته ستنیدنه به د هغه په زیان تمامه شي، ځکه چې که له یوې خوا د خپلو پالیسیو له وجې په ولس کې هم چندیانې محبوبیت نه لري نو له بل پلوه د قانون پر وړاندې مجرم پيژندل شوی او ښايي د اکبر بګټي او د لال جومات د نامعلوم شمیر طالبانو او طالباتو دقتل په تور محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG