د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

د جنورۍ میاشت لومړۍ اوونۍ د ناټو لپاره خونړۍ وه


زیات شمېر لویدیځو او نړېوالو ورځپاڼو د نوي عیسيوي کال په پیل کې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه مقالي او مضمونونه لیکلي، چې جاناقا الکوزي ورته کتنه کړې.

لندن چاپ ټایمز:

لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې د همدې مسلې په اړه لیکلي: ناټو په افغانستان کې د ۲۴ ساعتونو په مودې کې ۸ عسکر له لاسه ورکړل.

د انګلستان ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه وایي، په دې تلفاتو کې یوازې بهرنیان نه دي، بلکه افغان کوچنیان هم په کې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، د جنورۍ لومړۍ اوونۍ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکي او خونړۍ اوونۍ بللې ده.

یوراشیا ویوو خپرونې، خپل پام له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو عواقبو ته اړولی او لیکي، چې دا کار به د افغانستان لپاره ډېر خطرناک وي.

د خپرونې په باور، له افغانستان څخه د عسکرو د وتلو اساس په ۱۹ مې پېړۍ کی ایښودل شوی او هغه مهال د انګلستان امپراطورۍ په دې هېواد کې له ماتې وروسته خپلې پښې سپکې کړې وې.

وروسته بیا شورویان له ورته برخه لیک سره مخامخ شول او دا مهال که څه هم چې امریکایان د بري ادعا کوي، خو په وتلو سره به یي افغانستان او سیمه نا ارامه شي.

یوراشیا ویو خپرونه وړاندې لیکي: په راتلونکو څو کلونو کې به امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو هیڅ ژمنه یي په بشپړ ډول په دې هېواد کې نده عملي کړې.

په افغانستان کې روغتیایي سیسټم، ډیموکراسي او بشري حقونه یو هم سراسري شوې نه دي او هر څه نیمکاره او نیمګړې پاته دي.

خپرونه زیاتوي، د دغې ناکامۍ لپاره باید د افغانستان دودونو او رواجونو ته ګوته ونه نیوله شي او دا ځکه چې دغه هېواد له استقلال وروسته تر ۱۹۶۰ می لسېزې پورې د پرمختګ او نوي کیدو سالمه لار غوره کړې وه چې یو ځل بیا له بهرني یرغل سره لاس او ګریوان شو.

یوراشیا ویو خپرونه لیکي: نن هم باید چې د دغه مصیبت له وجي افغانستان ته د ملامتۍ ګوته ونه نیسو او هر وژونکی میراث چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاته کیږي، مسولیت به یي د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو او په خاص ډول د امریکا په غاړه وي.

د پاکستان “ نیشن” خپرونې له افغانستان څه د بهرنیو عسکرو د وتلو مسلې ته له یوه بل اړخه کتلې او لیکي: له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو پروګرام د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو او مذاکرو عمده دلیل ګڼل کیږي.

د خپرونې په باور، د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو پروګرام، په ۲۰۱۱ کال کې د شخړو زیاتېدل او د مهمو کسانو وژنې ددې سبب شوې چې په افغانستان کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شي او له طالبانو سره د خبرو لار پرانیستل شي.

پاکستانۍ خپرونه لیکي: له طالبانو سره د یوه سیاسي حل د میندلو مفکوره، کومه نوي مسله نده خو د تېر یوه کال حوادثو په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانیستل او له ګوانتنامو زندان څخه د طالب بندیانو د خلاصون په اړه خبرې چټکې کړې.
XS
SM
MD
LG