د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۱۸

نظري:د ٢بریتانیانو او د هغوى د افغان همکارانو دوسيې څېړو


د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
ټاکل شوې چې د دوو بریتانوي وګړو او د هغوي د دوو افغان همکارانو د دوسیو نتایج، چې اوس مهال په لویه څارنوالۍ کې تر څیړنې لاندې دي تر راتلونکې یوې اوونۍ اعلان شي.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو څلور تنو دوسیې د شنبې په ورځ دوي ته رسیدلي او دوي یي هم د څیړلو لپاره یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو یي په هکله تحقیق وکړي:

(د دې د بررسۍ او تحقیق لپاره کمیټه ټاکل شوې ده، په دې باندې به کار کوي او انشاالله په جریان د یوې هفتې کې به موږ ټول حقایق رابرسیره کړو او په هغې باندې به تصمیم ونیسو چې یا به یې محکمې ته ولیږو او یا به هم بل تصمیم ونیسو.)

دغه څلور تنه د تیرې سې شنبې په ورځ د کابل په ختیځ کې د افغان پولیس په داسې حال کې ونیول شول، چې په غیر قانوني ډول یي وسلې له ځانه سره لیږدولې.

افغان پولیس وايي، چې له دغو کسانو سره یي دیرش میله داسې کلاشنکوفونه ترلاسه کړي، چې سریال نمبرې یي پاکې شوې وې.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه وسله د دوه بریتانویانو، د هغوي د یو ژباړونکي او یو ډریور له خوا نا معلوم ځای ته وړل کیده.

د افغان چارواکو په وینا دغو دوو بریتانویانو په یو خصوصي امنیتي شرکت کې کار کاوه، د لوی څارنوالی مرستیال وایي، چې له دغو خلکو سره به د افغانستان د قوانیو له مخې چلند وشي:

(د افغانستان د دولت او خصوصاً د افغانستان او د لویي څارنوالۍ او محاکمو عکس العمل قانوني عکس العمل دی، هغه مجازات چې د دوي لپاره قانون پیش بیني کړي وي، هماغه مجازات به موږ ورته مطالبه کوو او محکمه به پرې حکم کوي، نور هیڅ عکس العمل له دوي سره نه لرو.)

ښاغلی نظري زیاتوي، چې تردې مخکې هم یو شمېر بهرنيان په افغانستان کې د ناقانونه وسلې پر استعمالولو نیول شوي او په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي،خو د هغه په وینا دا لومړې ځل دی، چې دغه بهرنیان له دومره ډيرې وسلې سره نیول شوي دي.

د دغو دوه بریتانویانو تر نیولو وروسته د بریتانیا د سفارت یو مسوول ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کابل ښار له پولیسو سره په تماس کې دي څو د دې دوه تنو او ددې پیښې د څرنګوالي په هکله معلومات تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG