له څو میاشتنۍ څېړنې وروسته د چک جمهوریت پرون د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو خاوند ته سیاسي پناه ورکړه.
تر دې دمخه د یولیا تیموشینکو پلویانو اندېښنه لرله، چې ښايي د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمې کورنۍ به د دې هېواد د چارواکو تر فشار لاندې راشي.
الیکساندر تیموشینکو چې یو پنځوس کلن دی دا مهال د چک په جمهوریت کې اوسیږي، د چک د کورنیو چارو وزیر یان کوبیتڅي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، هېواد یي د یوکراین د پخوانۍ صدراعظمې د خاوندې د پناه غوښتنه منلې ده:
(( ښاغلي تیموشینکو څو میاشتې مخکې د چک د کورنیو چارو وزارت څخه د پنا غوښتنه کړې وه، د نوموړي د پنا پرغوښتنه د غور مرحلې تیرې شوې او نتیجه یي هم دا شوه چې د نوموړې لپاره په چک کې سیاسي پنا تایید شوه.))
د چک جمهوریت دا اقدام په داسې حال کې کوي، چې یولیا تیموشینکو چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یي د یوکراین په نارنجي انقلاب کې مهمه ونډه لرله د خپل اوه کلن بند لومړی میاشت په زندان کې تیره کړې ده.
نوموړې چې د یوکراین د اوسني ولسمشر ویکټور یناکویچ له سختو مخالفینو څخه ده په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د خپلې دندې څخه د ناوړې استفادې په جرم په بند محکومه شوه او وروسته د کېف د ښار خیتځ کې یو زندان ته یوړل شوه.
خو اوس د میرمن تیموشینکو پلویان وايي، پر پخوانۍ صدراعظم د محکمې حکم سیاسي انګیزه لري.
دوي همدارنګه د زندان مسولین په دې تورن کړي دي چې د یولیا تیموشینکو د درملنې مخه یې نیولې ده.
په چک کې د پخوانۍ صدراعظمې خاوند ته د پنا ورکولو په اړه یوکراین تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دمخه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې هېواد یي د قانون معیارونو، بشري حقونو او ازادیو ته درنښت لري.
اولکساندر تیموشینکو دوه دیرش کاله مخکې له یولیا سره واده کړی، دوي دواړه په دوه زرم میلادي کال کې هم د مالي جرمونو په ترسره کولو تورن شوي و، خو یولیا تیموشینکو د ۲۰۰۴ میلادي کال له نارنجي انقلاب وروسته ځان د سیاست په ډګر کې ثابت کړ او دوه ځلې د یوکراین صدراعظمه شوه.