د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

افغان دولت قطر ته د طالب بنديانو پر انتقال مخالفت وښود


په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر پر پرانيستلو توافق شوی او د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره څو ځلې پټې خبرې هم کړې دي.

په نویو پرمختګونو کې ویل شوي، طالبانو له امریکا څخه غوښتي چې په ګوانتنامو کې د دوى بندیان دې قطر ته واستوي.

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د جمعې په ورځ وویل، طالبانو له امریکا څخه په خبرو کې غوښتي چې په ګوانتنامو کې د دوى بندیان دې قطر ته انتقال کړي، خو افغان حکومت د طالبانو له دې غوښتنې سره سخت مخالفت کوي او وایي، دا بندیان باید په مستقیم ډول افغانستان ته انتقال شي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې په قطر کې د سیاسي دفتر پرانيستل تائید کړل او دا یې هم ویلي چې متحده ایالات باید د دوى بندیان خوشې کړي.

دوى نه دي ویلي چې بندیان دې کوم هېواد ته انتقال شي. فرانس پريس آژانس لیکي:

امریکایانو د بن د دويم کنفرنس له جوړېدو څخه لږه موده مخکي جمهور رئیس حامد کرزي ته د طالبانو د غوښتنې په اړه ویلي وو او دا یې هم ویلي وو چې د طالبانو بندیان باید قطر ته واستول شي.

ایمل فیضي وایي، د طالبانو او امریکایانو تر منځ څو ځلې خبرې او مذاکرې شوي، خو جمهور رئیس حامد کرزي ته یوازې د لومړي ځل لپاره په هماغه ورځ، قطر ته د طالبانو د بندیانو د انتقال مسئله یاده شوه.

د جمهور رئیس کرزي ویاند وایي، افغان حکومت له ګوانتنامو څخه د طالب بندیانو په خلاصیدو خوښ دی، خو نه غواړو چې دا بندیان دې په مسقیم ډول قطر ته انتقال شي. افغان حکومت له دې کار سره سخت مخالف دی.

فرانس پريس آژانس لیکي، افغان حکومت اندیښمن دی چې د سولې په خبرو کې څنګ ته شوی او ټینګار کوي چې د سولې عملیه باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې پر مخ یووړل شي.

له بلې خوا، د سي آى اې یو پخوانی مامور بروس ریډل وایي، طالبان تر ډېره حده د سولې او یا سیمه ييز اوربند پرځاى، له ګوانتنامو او باګرام زندانونو څخه د خپلو بندیانو له خوشې کولو سره علاقه لري.

بروس چې دا مهال په بروکینز انسټیتوت کې جګپوړی څېړونکی دی، وایي:

̋زه شک لرم چې طالبان دې له سولې سره لیوالتیا ولري، په خاص ډول د سولې د عالي شوری د رئیس برهان الدین ربانی له وژلو وروسته̋

له بلې خوا، د نړیوالو ستراتیژيکو څېړنو په مرکز کې د پوځي ستراتیژۍ کارپوه ښاغلی انتوني کوردسمان وایي، په پاکستان کې روان پرمختګونه د سولې پر لوري نه دي روان.

د افغانستان طالبانو په روانې اوونۍ کې د نړیوالو ځواکونو پرضد جګړې کې د پاکستاني طالبانو مرسته وغوښته. دی وایي، د سولې پراخې او مهمې خبرې د طالبانو له مختلفو عناصرو سره چې په مخالفو جهتونو روان دي، تر سره کیږي.
XS
SM
MD
LG