د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د بګرام د زندان د سپارلو غوښتنه او د امریکا او طالبانو ترمنځ پټې خبرې


د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د پنجشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې د بګرام زندان افغان چارواکو ته وسپاري.

ولسمشرکرزي تور ولګاوه، چې امریکایانو د دغه زندان د بندیانو په حقوقو او د افغانستان په ملي حاکمیت تیری کړی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پنجشنبې ورځې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د دولت یو رپوټ په زندان کې د افغانستان له قوانینو، مربوطه نړېوالو قراردادونو او د بشر له حقوقو د تیري تفصیلات وړاندې کوي.

افغان چارواکو له دې مخکې هم د دغه زندان په اړه چې د افغانستان ګوانتانامو بلل کېږي او د طالبانو مهم کسان په کې بندیان دي دا ډول تورونه لګولي وو، چې امریکایانو رد کړي وو.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په کابل کې د امریکا د حکومت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې وایې:

“کوم رپوټ چی د ولسمشر حامد کرزي په اعلامیه کې ورته اشاره شوې امریکا تر اوسه نه دی لیدلی.

موږ څو ځلي څرګنده کړې، چې امریکا د دغه زندان اداره له پلان سره سم افغان چارواکو ته سپاري او په دې اړه د افغانستان له حکومت سره خپلې همکاری ته ژمنه ده. “

بل خوا ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې د بګرام د زندان د ادارې د سپارلوغوښتنه چې ناټو او واشنګتڼ یي حیرانه کړل په داسې یو مهال مطرح شوه، چې د افغانستان حکومت په دې خپه دی، چې ولې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د وروستیو سري خبرو له جریانه لېرې ساتل شوې.

د فرانسې خبري اژانس هم لیکي، چې افغان دولت چې د واشنګتڼ او طالبانو د وروستیو سري خبرو له جریانه په لېرې ساتل کېدو خپه دی، د بګرام د زندان د کنټرول د تر لاسه کولو اقدام وکړ او دوه بریتانویان یي چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د وسلو د انتقال په ارتباط نیول شوي په یو نااشنا اقدام کې خبریالانو ته ور وښودل.

د فرانسې خبري اژانس د افغانستان د حکومت د یوه لوړ رتبه چارواکي له قوله چې نوم یي نه دی اخیستی لیکي، چې ولسمشر کرزی په دې خپه دی چې ولې له طالبانو سره د وروستیو خبرو په جریان کې نه دی ساتل شوې.

دغه چارواکې ویلي دي، چې د سولې هره پروسه چې د افغانستان د حکومت په مشري نه وي بې معنی ده.

د فرانسې خبري اژانس لیکي، چې څارونکي د طالبانو او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو او د افغان حکومت له خوا د بګرام د زندان د کنټرول د تر لاسه کولو ترمنځ ارتباط ویني.

د فرانسې خبري اژانس د افغان کارپوه وحید مژده نظر را اخیستی، چې وایي ولسمشر کرزی د بګرام د زندان د موضوع په مطرح کولو سره غواړي یو ځل بیا په خپل دریځ او د افغان حکومت په اهمیت ټینګار وکړي، او دا وایي چې افغان حکومت باید د سولې هر ډول خبرو یو اساسي طرف وګڼل شي.
XS
SM
MD
LG