د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

په کوټه کې وسلوالو د سرۀ صليب بريتانوي کارکوونکى تښتولي


په کوټه کې نامالومو وسلوالو د نړېوال مرستندوي ارګان سرۀ صليب يو کارکوونکى تښتولى دى، پوليس وايي دغه تښتول شوى کس بريتانوى تبعه يمني دى. پوليسو يي په موندلو پسې پلټنې پيل کړي، خو د تښتولو مسووليت يې تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د پنجشنبې په ماځيګر د کوټې ښار له چمن هاوسنګ نومې ځاى څخه نامالومو وسلوالو د نړېوالې مرستندويې ادارې سرۀ صليب يو بهرنى کارکوونکى هغه وخت د وسلو په زور وتښتاوه چې هغه له خپله دفتره را وتلى او د کور پر خوا روان وو.

د کوټې د پوليسو مشر احسن محبوب پېښه تاييدوي او وايي، چې تر پېښې سمدستي وروسته يې په تښتوونکيو پسې ګڼ شمېر پوليس په دنده ګومارلي دي او د قضيې پلټنه يې پيل کړې ده:

“هغه له الخير روغتون څخه را روان وو، يو پاکستانى موټرچلوونکى هم ورسره وو، د سرۀ صليب دفتر ته نژدې په چمن هاوسنګ کې په موټر کې سپرو وسلوالو يې موټر درولى او په خپل موټر کې يې کښېنولى او تښتولى يې دى”

د پوليسو مشر وايي، تښتول شوى کس خليل ډيل نومېږي چې د بريتانيې تبعه دى، خو له اصله يمنى عرب دى. د سرۀ صليب د دفتر د مالوماتو له مخې خليل ډيل له تېرو څو مياشتو راهيسې په کوټه کې د سرۀ صليب په دفتر کې د روغتيا د برخې د مسوول په توګه کار کاوه.

د سرۀ صليب د کوټې دفتر ته په ٢٠١٠میلادي کال کې هم د بلوڅو وسلوالو يوۀ سازمان ګواښ کړى وو، چې په بلوچستان کې دې خپل فعاليتونه و دروي، تر هغه وروسته دوي خپل فعاليتونه محدود کړي وو.

چمن هاوسنګ سکيم نومې ځاى د کوټې ښار له امنيتي پلوه له حساسو ځايونو څخه ګڼل کېږي، چې زیاتره د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو مرستندويو موسسو دفترونه په کې شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې له همدې چمن هاوسنګ نومې ځاى څخه د ٢٠٠٩میلادي کال د فبرورۍ په مياشت کې هم د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر يواين ايچ سي ار يو امريکايي تبعه کارکوونکى جان سولېکي تښتولى وو، چې د تښتونې مسووليت يې د وسلوالو بلوڅو د متحدې جبهې يا بلوچ يونايټيډ ليبرېشن آرمي په نامه ډلې منلى وو او بيا دوې مياشتې وروسته د بلوچستان له مستونګ سيمې څخه د وسلوالو له منګولو را خوشي کړاى شو.
XS
SM
MD
LG