د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

"د روانو خبرو د څار لپاره باید زموږ یو پلاوی قطر ته ولاړ شي"


د سولې شورا د بهرنیو اړیکو مسؤل اسماعیل قاسمیار
د سولې شورا د بهرنیو اړیکو مسؤل اسماعیل قاسمیار
د سولې عالي شورا په دې باور ده، چې په قطر کې د روانو خبرو د څار لپاره ضروري ده، چې د دوي یو پلاوې دغه هېواد ته واستولې شي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو مسؤل اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوي اوس مهال په قطر کې د روانو خبرو په اړه مستقیم معلومات نه لري.

د ده په وینا یوازې د دوي د پلاوي د تګ په صورت کې به دا امکان برابر شي، چې د شوېو پرمختګونو په اړه سم او کره معلومات ترلاسه شي.

(عرض دا دې، چې سړې ولاړ شي او وګوري، چې کوم کسان هلته ورغلي او تر کوم نامه لاندې ورغلي دي.

د دفتر د مسئلې په اړه باید ووایم، کله، چې دا رسمیت پیدا کوي او کسان ورځي، نو هغه وخت فکر کووم، چې ښه ده، چې د سولې د عالي شورا یو غړې واستولې شي.

موږ اوس مهال په دې فکر کې یو او په دې اړه، چې کومې قانوني مرجعې موجودې دي له هغوي سره تماسونه ونیولې شي.)

افغان دولت د قطر په خبرو کې څه ډول رول لوبول غواړي؟

د سولې د عالي شورا له خوا دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د دوهې لپاره افغان سفیر، چې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستلو په اعتراض کې کابل ته رابلل شوې وو، لا هم بیرته نه دې ستون شوې.

خو اوس، چې افغان دولت په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره موافقه څرګنده کړې، نو د قطر په خبرو کې څه ډول رول لوبول غواړي؟

دا هغه پوښتنه ده، چې راتلونکي پرمختګونه به ورته ځواب ورکړي، خو یو څه، چې څرګند دي هغه دا، چې افغان حکومت غواړي د سولې په اړه هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

له وسله والو طالبانو سره په خبرو کې دا پرمختګ پداسې حال کې کیږي، چې د روانې اونۍ په سر کې د حزب اسلامي یو پلاوي هم په کابل کې له افغان ولسمشر او له یو شمیر بهرنیو ډیپلوماټانو سره وکتل.

افغان حکومت او د حزب اسلامي پلاوي شوې خبرې موثرې بللې او ویلي، چې ډیر ژر به د دواړو لوریو ترمنځ د سولې رسمي خبري پیل شي.

د سولې عالي شورا خو بیا دا هم وویل، چې په خبرو کې له پرمختګ وروسته دا امکان هم موجود دې، چې حزب اسلامي مشر ښاغلې حکمتیار هم کابل ته راشي.
XS
SM
MD
LG