د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

سحرګل:پرما زور زیاتي کوونکي دې محاکمه شي


سحرګل له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال
سحرګل له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال
د سحرګل په نوم پنځلس کلنه ناوه کې چې دا مهال په روغتون کې بستره ده او په سختۍ خبرې کوي وایي، چې پر دې زور زیاتي کوونکي کسان باید په جدي توګه مجازات شي.

سحرګل دا مهال د وزیر محمد اکبرخان روغتون په دوهم پوړ کې په یوه وړه خونه کې بستره او د ډاکټرانو ترجدي مراقبت یا څارنې لاندې ده.

د دې پرسر،مخ،غاړه او لاسونو ټپونه له ورایه ښکاري او ډاکټران وایي، چې پر بدن یي هم سخت ټپونه موجود دي، دې چې په ډیرې سختۍ یې خبرې کولې د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې هغه کسان محاکمه کړي چې دا یي دې حالت ته رسولې ده.

د سحرګل په نوم دا پنځلس کلنه ناوه چې په ټلویزیونونو کې چې څومره چاغه اوغټه ښکاري هومره نه ده بلکې ډاکټران وایي، چې دا د وهلو او زور زیاتي له امله ډیره پړسیدلې وه او اوس چې د بدن پړسوب یې ښه شوی نو ډیره ډنګره او کمزورې ده او په لیدلو یي د هرچاه زړه سوزي.

سحرګل د بدخشان ولایت اصلي اوسیدونکې ده، چې څه باندې نهه میاشتې مخکې په بغلان ولایت کې واده شوې وه، دې له واده کیدو وروسته د میړه په کور کې سختې ورځې تیري کړي.

د دې پر بدن اوس هم د وهلو ټکولو او سختې شکنجې نښې ښکاري، سحرګل شپږ میاشتې په تاکاوۍ کې د خپل میړه، لیوره، خسر، خواښې او اندرور له خوا په پټه ساتل شوې او په دې موده کې راز راز زور زیاتی ورسره شوی.

سحرګل چې خپل فزیکي او بدني توان یي له لاسه ورکړی او په رواني لحاظ هم تمرکز نه لري، د ماشوم په څیر خبرې کوي او زما هرې پوښتنې ته یې په هو او نه او یا هم لنډ ډول ځواب وایه، دې ازادۍ راډیو ته وویل، چې نه هیریدونکي تاوتریخوالي ورسره شوي.

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټران که څه هم وایي، چې تر پخوا د سحرګل روغتیایي وضع ښه شوې خو وایي، چې اوس هم دا وړه ناوکۍ ډیرې روغتیایي ستونزې لري خو د دوي په خبره مخ په ښه کیدو ده.

د دې روغتون رییس سید قمرالدین حافظ ازادۍ راډیو ته وویل، چې پنځلس کلنه سحرګل په فزیکي او رواني لحاظ ډیره زیانمنه شوې او بیرته رغیدل یې یوڅه وخت ته اړتیا لري:

"له کله چې دا ناروغه دلته راغلې عمومي وضع یي ښه شوې، په لومړي سر کې د دې ناروغې وضع ډیره خرابه او تمه نه کیده چې ژوندۍ به پاتې شي.

خوهغه څه چې مهم دي هغه دا چې له رواني پلوه یې ډیر زیان لیدلی او وخت ته اړتیا لري.

سحرګل ارامه او ډاډمنې فضا ته اړتیا لري ځکه چې زوریدلې او بدن یې ډیر ټپي دی"

پر دې وړې او زوریدلې ناوکۍ د تاوتریخوالي او زور زیاتي له امله د دې خواښې، خسر او اندرور نیول شوي او امنیتي ځواکونه وایي، چې د میړه او لیوره د نیولو لپاره یې هم د دوي جدي هڅې دوام لري.

ولسمشر کرزي امر کړی، چې سحرګل دې د ښې درملنې په هدف هند ته واستول شي خو د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټران وایي، چې دې ته اړتیا نشته چې دا هند ولیږدول شي او د دوي په خبره په همدې روغتون کې یي پوره تداوي او درمنله کیږي.

سحرګل لومړنۍ کم عمره ناوه کۍ نه ده چې د کورنۍ له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي بلکې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ښځو پر ضد په ورته توګه ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند شوی چې له امله یې د ښځو د حقوقو مدافعانو او د بشري حقونو ارګانونو اندیښنې هم څرګندې کړي دي.
XS
SM
MD
LG