په کابل کې د بریتانیې د سفارت ځینې سرچینې وایي، چې د کابل له پولیسو سره په تماس کې دي، څو د دوو نیول شویو بریتانوي وګړو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دغه دوه بریتانوي وګړي، چې هویت یې نه دي څرګند شوې د سې شنبې په ورځ د کابل د پولیسو له خوا په داسې حال کې ونیول شول، چې شاوخوا دېرش میله وسله یې له ځانه سره لیږدوله.
په کابل کې د بریتانیې د سفارت د رسنیو د دفتر یوې مسوولې وویل، چې دوی اوس مهال له افغان پولیسو سره په تماس کې دي، څو د نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
دغې میرمنې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې که څه هم د خپل اواز د خپریدو اجازه ورکړه، خو نه یې غوښتل، چې نوم یې واخستل شي.
″موږ له هغو رپورټونو څخه خبر یو، چې ممکن دوه بریتانوي وګړي د کابل د پولیسو له خوا نیول شوي. په کابل کې زموږ د سفارت چارواکي له اړوندو پولیسو سره په تماس کې دي، څو په دې اړه زیات معلومات ترلاسه کړي.″
د کابل پولیسو او بریتانیې سفارت دواړو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، چې دوی څوک وو او د چا لپاره یې کار کاوه.
یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نیول شویو کسانو دېرش میله داسې کلاشنکوفونه لیږدول، چې سیریل نمبرې یې پاکې شوې وې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وویل، چې دوی اوس مهال دا مساله څیړي، چې دوی دا وسلې په کوم مقصد کابل ته انتقالولې.
″دغه څو تنه مظنونین چې نیول شوي دي، له دوی سره د وسلو د انتقال هېڅ ډول قانوني اسناد نه و موجود.
نو اوس په دې اړه چې دا څوک دي، له کومې ډلې سره تړاو لري او په څه هدف یې دا وسلې انتقالوي تحقیقات روان دي او وروسته به په ډاګه شي.″
که څه هم په کابل او د هیواد په ځینو نورو ښارونو کې پولیس بیا بیا د وسلو او مهماتو د نیولو ادعاوی کوي، خو دا لومړی ځل دی، چې پولیس په دې تړاو بهرني وګړي نیسي.
په غیر قانوني ډول د وسلو ګرځول یوه له هغو جدي ستونزو څخه ده، چې د افغان دولت او عامو خلکو په وینا امنیت ته جدي ګواښ متوجه کوي.
دا چې دا وسلې په کوم مقصد کابل ښار ته لیږدول کیدلې دا به د پولیسو روان تحقیقات روښانه کړي.
راپور: حمید مهمند