ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په قطر کې د خبرو په اړه د طالبانو نوې دریځ د سولې په لور یو بل مثبت ګام بللی دی او لیکلي، چې دا لومړې ځل دی، چې طالبان له امریکا سره د خبرو لپاره خپل چمتو والي ښیي.
د ورځپاڼې په وینا تر دې مخکې د سولې د خبرو په نامه ناسم خلک را مخته کیدل، چې یا دوکاندار و او یا د مرکچي په جامو کې د سولې د عالي شورا مشر وواژه.
ورځپاڼې وړاندې د سولې د بهیر د سبوتاژولو لپاره د پاکستان هڅو ته هم کتنه کړې او لیکلي، چې کله، چې به یو څوک د سولې خبرو ته حاضر شو، نو د دغه هېواد استخباراتي ادارې به ونیوه، چې یوه ښه بیلګه یې ملا برادر اخند دی.
ورځپاڼې په هر حال د سولې لپاره وروستي پرمختګونه هیله بښونکي بللي، خو ویلي، چې ښکیل اړخونه باید له خپلو هغو غوښتنو تیر شي، چې دا بهیر زیانمنولی شي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د طالبانو وروستۍ اعلامیه، چې په کې د امریکا او نړیوالې ټولنې سره د خبرو تیاری څرګند کړی، هیله بښونکې بللې.
دې ورځپاڼې هم د سولې د خبرو په اړه ځینو پخوانیو پیښو ته په اشارې لیکلي، چې د طالبانو وروستي دریځ هغه شکونه له منځه یوړل، چې ښایي په قطر کې راټولیدونکي کسان د طالبانو ریښتیني استازي نه وي.
د ورځپاڼې په وینا دا شکونه وروسته له هغې زیات شول، چې د سولې د خبرو په نامه راغلي ځینې کسان ناسم ثابت شول.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې دا به د طالبانو یوه ستره بریا وي، چې له جګړې نه سولې ته مخه کړي، ځکه د ورځپاڼې په باور سوله د طالبانو په خیر هم ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو د خبرو په اړه خپله اعلامیه له امریکا سره تر اوړمه ورځ خبرو وروسته خپره کړه، چې پکې د بندیانو د تبادلې په اړه هم ځینې موافقې شوي دي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د شویو خبرو په رڼا کې تمه ده، چې د سولې لومړنۍ خبرې تر راتلونکو دوو اونیو پورې پیل شي.
ورځپاڼې پخپل وروستي تحلیل کې د طالبانو په دریځ کې د بدلون ځینو عواملو ته کتنه کړې او لیکلي، چې ددې کار تر شا یو اساسي لامل د پاکستان او القاعده له دوه مخي سیاست څخه د پردې پورته کیدل دي.
ورځپاڼه په دې باور ده، چې طالبان په یوه داسې جګړه کې ښکیل دي، چې نه ددوی ده او نه دوی ته پکې کومه ګټه رسیږي.
خو هیواد دولتي ورځپاڼې دا ځلې د سولې د روانو هڅو په اړه د وسله والو مخالفینو په دریځ مایوسي څرګنده کړې.
ورځپاڼې په کندهار کې پرونۍ چاودنې او د حزب اسلامي د پلاوي لخوا وړاندې شوي شرطونه هغه څه بللي، چې د سولې هڅې تر پوښتنې لاندې وړي.
ورځپاڼه لیکي، چې طالبان له یوې خوا اوربند ته تیار ندي او له بل لوري د حزب اسلامي پلاوي د سولې د خبرو د انتقالي حکومت د جوړولو او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرطونه وړاندې کړي، چې د ورځپاڼې په وینا په هیڅ صورت د منلو وړ ندي.
د ورځپاڼې په وینا د سولې هڅې هله بریالۍ کیدای شي، چې دا هڅې له کوم قید او شرط پرته ترسره او د سیاسي معاملې قرباني نشي.