د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

تکزاس: یو امریکايي له چاودېدونکو توکو سره ونیول شو


د امریکا د فدارلي تحقیقاتو اداره (اېف. بي. ای) وايي، درې دېرش کلن ″ټېري سکاټ اټواټر″ د تکزاس په هوايي ډګر کې الوتکې کې د منفجره موادو د انتقال په تور نیول شوی او د مډلنډ په زندان کې دی.

د امریکا د فډارلي تحقیقاتو ادارې په اعلامیې کې راغلې، کله چې تیري سکات غوښتل چې د ″امریکن ایګل″ یوې هوايي لیکې ته ننوځي د هوايي ډګر د کنټرول مامورین د پلټنې په وخت دې ته متوجه شوي، چې د ده په لاسي بکس کې منفجره مواد وو.

چارواکو د ″سکاټ″ په لاسي بکس کې د منفجره موادو د انګیزې په اړه کومه تبصره نه ده کړې. مسوولان وايي، په لاسي بکس کې دا مواد د ځانګړو پوځي بستو په منځ کې ایښودل شوي وو. څرګنده نه ده چې ″ټیري سکاټ د دې موادو د انتقال په وخت پوځې جامې اغوستي وې او کنه؟

د ″ایف بي ای″ د ادارې یوه ویاند، ″مایکل مارټینیز″ د دې موادو د ډول او کیفیت څخه د معلوماتو له ورکولو ډه ډه کړې ده.

په ″ایف تي برګ″ کې د خاصو عملیاتو د قومانداني یوه ویاند ″ډګرمن برانیټ″، دا خبره تایید کړې، چې سکاټ د ګرین بېریټس د ډلې یو ښه خورد ضابط و او زیاتوي، چې دی د ″جان اېف کینډي″ په خاص محاربوي مرکز کې توظیف شوی و او د خاصو ځواکونو د انجنیري ځواک غړی و.

″ډګرمن ټام براینټ″ وايي ″ټیري سکاټ″ د انهدام د چارو یو متخصص انجنیر دی. د ده په وینا ″سکاټ″ کولی شي، د دې تخصص په لرلو سره د انفجاري موادو سره راحت وي.

خو دا چې لازمه وه، ده انفجاري مواد انتقال کړې وای ″ټام″ کومه تبصره نه ده کړې. ″ډګرمن ټام براینټ″ دا تایید کړېو چې نیول شوی کس یعنې ″ټیري سکاټ″ په دې وروستیو کې په افغانستان کې له خپل ماموریته راستون شوی و.

امریکايي ورځپاڼې ″اوډېسه امریکن″ د دوه زره لسم میلادی کال د مارچ د میاشتې په یوه یاداشت کې لیکلي وو، ټیري سکاټ په افغانستان کې د دریم ځل ماموریت لپاره تیاری کاوه.
XS
SM
MD
LG